لوست 20 د دوهم لاس توکيو په بازار کې

 له سي ار اې سره مرکه
 
  • د دغه توکي سوداګريزه نښه څه ده؟ 这 يعنی دا يا دغه. د是 معنی د پښتو له... دی يا ده سره برابره ده. 什么 يعنی د پښتو څه يا کوم.牌子 د نښې يا مارک معنی لری.
  • د چين مشهوره سوداګريزه نښه ده. اوس پر زياتو چينی سوداګريزو توکيو باندی made in chinaيعنی د چين لخوا يا په چين کې جوړشوی، ليکل کيږی. په نورو هېوادونو کې د چين لخوا جوړ شوي توکي هم زيات ليدل کيږی. د چين زيات مشهور مارکونه يا سوداګريزې نښې مثلأ 海尔 په نورو هېوادونو کې لوړ يا ډېر زيات شهرت لری. 中国名牌 يعنی د چين مشهوره سوداګريزه نښه يا مشهور مارک. 中国 يعنی چين. 名牌 د مشهورې سوداګريزې نښې معنی لری.
  • دلته لږ څه نيمګړتيا شته. دوهم لاس توکيو په بازار کی چنه وهل کيدای شی. خو چنه وهل هم يو ډول مهارت دی. له چنې وهلو مخکې تاسې بايد په دقت سره سوداګريز توکی وګورئ او تر وسې پورې د هغه شی نيمګړتيا روښانه کړئ، ورپسی پلورونکي ته ووايئ چې这儿有点儿毛病، معنی يې دا ده چې دلته لږ څه نيمګړتيا شته. 这儿 د دلته يا دغه ځای معنی لری. 有 يعنی شته يا لرل. 点儿 د لږ څه معنی ده. 毛病 يعنی نيمګړتيا.
  • ډير تر ډيره سل يوان. 最多 يعنی ډېر تر ډېره. 一百元 يعنی سل يوان. 最多100元، يعنی ډېر تر ډېره سل يوانه.