د چين په يو شمير شخصی دکانونو او بازارونو کې اخيستونکي چنه وهلای شی او زيات خلک چنه وهل د يو ډول خوشحالتيا په توګه هم بولی. خو اخيستونکی بايد د چنې وهلو مهارت ولري. لومړۍ بايد خپله رښتينی اړتيا و نه ښئي. د سوداګريزو توکيو اخيستلو پر وخت بايد داسی جعلي څيره وښئي چې په دکان کی ننوتل د چکر وهلو او ليدنې لپاره دي او د توکيو اخيستل اړين کار نه دی. نو له څو خرڅوونکيو سره د چنې وهلو له لارې ارزان توکي اخيستلای شی. دوهم اخيستونکي بايد تر وسې پوری د سوداګريزو توکيو نيمګړتياوې په ګوته کړی. ويل کيږی چې هر توکی خپله نيمګړتيا لري، خو په دې کې شک نه شته چې خرڅوونکي يوازی اخيستونکيو ته د خپلو سوداګريزو توکيو ښېګڼې بيانوي. نو اخيستونکي بايد له دوی سره په مقابلې سره د توکيو نيمګړتياوې په ګوته کړي. ألبته چنه وهنه عمومأ په شخصی مغازو او أزادو بازارونو کې ترسره کيدای شی، خو د چين په عادی لويو مغازو کی سوداګريز توکي ټاکلی بيې لري. نو ښه به دا وی چې اخيستونکي هلته له خرڅوونکيو سره چنه و نه وهی ترڅو د يو ډول نااړين ستونزمن حالت د رامنځ ته کيدو مخنيوی وشي.