لوست 21 د ټليفون له لارې د شيانو اخيستل
-
زه غواړم د يو پيزا سپارښتنه وکړم.
د عصري تکنولوژۍ په چټک پرمختګ سره د شيانو اخيستلو لپاره زياتې اسانتياوې برابرې شوې دي. د بېلګې په توګه ته د تليفون له لارې د شيانو سپارښتنه کولای شي. د بېلګې په توګه ته ويلی شئ چې我要订个比萨饼.
我 يعنی زه،要 يعنی غوښتل،订 يعنی سپارښتنه،个 د شمېرلو يو لغت دی. ته هم ويلی شئ三个 يا四个 او比萨饼 يعنی پيزا.
-
پيسې مو څنګه درکړم؟
怎么 يعنی څنګه،付 يعنی ورکول،钱 يعنی پيسې،付钱 يعنی پيسې ورکول او呢 همېشه د شک په حال کې د يوې جملې په پای کې کارول کېږي.
-
اجازه ده چې سوداګريز شيان تر لاسه کړئ، پيسې به راکړئ.
کله چې تاسې پر انترنيټ شيان اخلي، نو پلورونکي به تاسو ته وړانديز وکړي چې پر انترنيټ يا د ډاګ له لارې پيسې ورکړئ. خو زما په آند دا به ښه وی چې سوداګريز شيان واخلئ، او بيا پيسې ورکړئ. ځکه چې کولای شئ د سوداګريزو شيانو کيفيت له څارنې وروسته پيسې ورکړئ. نو ته ويلی شئ: 可以货到付款.
可以货到付款. يعنی کولای شی،货 توليدات،付 يعنی ورکول،款 يعنی پيسې او付款 يعنی پيسې ورکول.
-
ته وخت وټاکئ.
پلورونکی همېشه وايي چې تاسې وخت وټاکئ يعنی你说一个时间.
你 يعنی ته،说 يعنی ويل،一个 يعنی يو او时间 يعنی وخت.