لوست 21 د ټليفون له لارې د شيانو اخيستل

 له سي ار اې سره مرکه
 

اوس د ايلېکترونيکي سوداګرۍ په چټک پرمختګ سره پر انترنيټ د شيانو اخيستلو په اړه د مصرفوونکيو لپاره زياتې انسانتياوی برابرې شوې دي. اوس موږ په چين کې بهرنيو ملګرو ته په دې اړه معلومات او يو شمېر لارښوونې وړاندې کوو: لومړی، مصرفوونکي پر انترنيټ سوداګريز شيان نشی کتلی او يوازې اړوند عکسونه کتلی شي. نو مصرفوونکي بايد پر انترنيټ د شيانو اخيستلو پر وخت د رسيدونو غوښتنه وکړي. دوهم، مصرفوونکي بايد د باور وړ يو پياوړی پلورونکی غوره کړي. درېيم، د سوداګريزو شيانو په تېره بيا د زياتو سوداګريزو شيانو سپارښتنه په چټکه او اسانه توګه مه کوئ. څلورم، دا به ښه وي چې پيسې د سوداګريزو شيانو له اخيستلو او تر لاسه کولو وروسته ورکړئ. بر سيره پر دې، مصرفوونکي بايد د سوداګريزو شيانو اخيستلو پر وخت دې ته پاملرنه وکړي چې د خوښۍ وړ شيان جعلی يا ناقانونه شيان نه وي.