سور رنګ د چين په کلتور کې ځانګړی ځای لري چې د مالونو او روحيې په ساحو کې د چينايانو غوښتنه څرګندوي. سور رنګ د نيکمرغۍ او خوشحالۍ يوه نښه ده. د بېلګې په توګه ښځه بايد د خپل واده په مراسمو کې د سور رنګ جامې او بوټان واغوندي. دغه رنګ برياليتوب او روانتيا هم څرګندوي. برسيره پر دې، سور رنګ د ښکلا معنی هم لري. خو سور رنګ د لويديځو هېوادونو په کلتور کې بله معنی لري. په دغو هېوادونو کې سور رنګ د اور او وينې يوه نښه ګڼل کېږي.