لوست 23 په مغازه کې

 له سي ار اې سره مرکه
 
  • زه غواړم يو کوچنی يخچال واخلم. 我 يعنی زه،想 يعنی غوښتل،买 يعنی په پيسو اخيستل،一 يعنی يو،个 دلته د شمېرلو يو لغت دی،小 يعنی کوچنی او冰箱 يعنی يخچال.
  • کوم ډول ښه کيفيت لري؟ 哪种 يعنی کوم ډول،质量 يعنی کيفيت او好 يعنی ښه.
  • د ده غږ ډېر کوچنی دی. 它的 يعنی د ده،噪音 يعنی غږ،特别 يعنی ډېر يا خورا او小 يعنی کوچنی.
  • په نورو مغازوکې يې بيه لا نور هم ټيټه ده. که ته غواړي د دغه ډول يخچال بيې د ټيټوالي غوښتنه وکړي، نو ويلی شئ: 别的. 别的店更便宜. يعنی نور،店 يعنی مغازه،更 يعنی لا نور او便宜 يعنی ارزن.
  • په باوري کارډ اخيستل کېدای شي؟ که ته د بيې له ټاکلو وروسته غواړي وپوښتي چې ايا په باوري کارډ اخيستل کېدای شي، نو ويلی شئ: 能用信用卡吗؟ 能 يعنی کېدای شي،用 يعنی کارول،信用 يعنی باور،卡 يعنی کارډ او吗 د پوښتنې يوه نښه ده.
  • دغه يخچال به زما کور ته ورسول شئ که نه؟ په پای کې ته غواړي پوښتنه وکړي چې دغه يخچال به زما کور ته ورسول شئ که نه، نو ويلی شئ: 能送货吗؟ 能 يعنی کېدای شی،送 يعنی رسول،货 يعنی شيان يا توليدات او吗 د پوښتنې يوه نښه ده.