د چينايانو او لويديځيانو د خوراک او څښاک عادتونه سره بېل او توپير لري. لويديځيان د خوړو غذايي ارزښت ته په درنه سترګه ګوري. دوی اومه سابه خوري، ځکه چې له مخې يې په پوره توګه د سبزيو له تغذيې څخه ګټه اخيستل کېږي. چينايان د خوراکونو خوند ته لومړی اهميت ورکوي. خو د پخلي په ترڅ کې د سبزيو يوه اندازه ويتامينونه له منځه وړل کېږي. نن ورځ د چين د پخلي عصري تکنولوژي هم د خوراکونو خوند او هم تغذيې ته په درنه سترګه ګوري، نو ويل کېږی چې دا د چين د پخلي کلتور يو ډول پرمختګ دی.