لوست 26 د موټرونو يا بسونو سپرلی

 له سي ار اې سره مرکه
 
  • دغه بس د دونګ فانګ استوګنې سيمې ته ځي؟ 这 يعنی دغه يا دا. 车 يعنی موټر. 到 يعنی رسيدل. 东方 يعنی ختيځ. 小区 يعنی د استونګې سيمه. 吗، دغه لغت د پوښتنې په وخت کې کارول کېږي.
  • يو ټکټ اخلم. زه عامه ترانسپورتي کارت نه لرم، نو د بسونو د سپرلۍ لپاره بايد ټکټ واخلم. په چيني ژبه زه غواړم يو ټکټ واخلم. داسی ويل کېږي، 买. 买一张票。 يعنی اخيستل. 一 يعنی يو. 张 د ټکټونو د شمېر په اړه يو لغت دی. 票 يعنې ټکټ.
  • کله چې هدف ته ورسېږو، مهربانی وکړئ ما ته خبر راکړئ. زه داهم غواړم چې ټکټ پلورونکی زما د هدف تم ځای ته د رسېدو پر وخت ما ته خبر راکړي. دا خبره په چيني ژبه داسی ويل کېږي:到了请你告诉我، کله چې هدف ته ورسېږو، مهربانی وکړئ ما ته خبر راکړئ. 到 يعنی رسېدل. 了، دغه لغت د رسېدنې بهير بشپړتيا ته اشاره کوي. 请 يعنی مهرباني وکړی. 你 يعنی تاسی. 告诉 يعنی خبرول. 我 يعنی زه.
  • زه بايد چېرې بس بدل کړم؟ که زه په يو ناسم بس کې سپور شم، زه بايد چېرې بس بدل کړم؟ په چيني ژبه داسی ويل کېږي،在哪儿换车. 在 يعنی په کې. 哪儿 يعنی چيرې. 换 يعنی بدلول. 车 يعنی بس.