د چينايانو يو غوره عادت دا دی چې له نورو سره په تېره بيا له زړو او وړو سره مرسته کوي. په دفتر کې که څوک له ستونزو سره مخامخ شی ، ټول ورسره مرسته کوي. کله چې يو ماشوم له ښوونځی څخه رخصتېږي او پلار و مور يې په کور نه وی ، ګاونډيان هم ورته د مرستې لاس ورکوي. په لويديځو هېوادونو کې له چا سره مرسته کول يا همدردی کول بايد دهغه په اجازه ترسره شی. د بېلګې په توګه په امريکا کې يو چيني زده کوونکی وليدل چې يو سپين ږيری پروفيسر له واټ څخه د تيرېدو پر وخت له ستونزو سره مخامخ و، نو ژر يی لاس وراوږد کړ چې له ځان سره يې له واټ څخه تير کړي ، خو سپين ږيری پروفيسر ډير په قهر شو ځکه چې دهغه په اند دومره سپين ږيری نه و چې د نورو مرستې ته اړتيا ولری.