لوست 3 د زېږېدنې ورځ دې مبارک شه

 له سي ار اې سره مرکه
 
  • د زېږېدنې ورځ مو مبارک شه! په پښتو ژبه کله چې موږ د زېږېدنې ورځ د مبارکۍ په غونډه کې ګډون کوو، نو وايوو چې د زېږېدنې ورځ مو مبارک شه! په چيني ژبه کې تاسې ويلی شئ چې 祝. 祝你生日快乐 د نيکې هيلې معنی ورکوي، 你 يعنی ته او 生日 يعنی د زېږېدنې ورځ. په حقيقت کې 生 يعنی زېږېدل او 日 د ورځې معنی ورکوي. نو ځکه 生 او 日 سره يو ځای د زېږېدنې ورځ يعنی 生日. د 快乐 معنی خوشحال دی. دغه راز دغې جملې ته د ځواب لپاره تاسې ويلی شئ: 谢谢 چې په تېر لوست کې مو زده کړی دی.
  • پيالې سره وجنګوو ! دا يوه عادی خبره ده چې يو څوک د خپلې زېږېدنې ورځې د مبارکۍ په غونډه کې نورو ملګرو ته د ګډون بلنه ورکړي. په پښتو ژبه کې د جوس څښلو لپاره موږ داسې وايو چې پيالې سره وجنګوو. نو په چيني ژبه کې تاسې ويلی شئ: 干杯. د 干معنی وچ دی، د 杯 معنی پياله يا جام او د 干杯 معنی دا دی چې پيالې سره وجنګوو. که څوک تاسو ته 干杯 وايي، نو تاسې بايد هم ده ته 干杯 ووايئ.
  • ستا د ټليفون شمېره څومره ده؟ کله چې غونډه پای ته رسېږی، موږ بايد له ملګرو سره مخه ښه او خدای پاماني وکړو او ښايي د ځينو نويو ملګريو د ټليفون شمېرو تر لاسه کولو غوښتنه وکړو. نو په داسې حال کې تاسې ويلی شئ: 你的电话号码是多少؟ 你的 يعنی ستا، 电话يعنی ټليفون، 号码 يعنی شمېره، 电话号码 يعنی د ټليفون شمېره او 是多少 يعنی څومره دی. 你的电话号码 يعنی ستا د ټليفون شمېره او 你的电话号码是多少 يعنی ستا د ټليفون شمېره څومره ده؟
  • ١٢٣٤٥٦٧٨ صفر يعنی 0، يو يعنی 1، دوه يعنی 2، درې يعنی 3، څلور يعنی 4، پنځه يعنی 5، شپږ يعنی 6، اووه يعنی 7، اته يعنی 8، نهه يعنی 9 او لس يعنی 10.