لوست 3 د زېږېدنې ورځ دې مبارک شه

 له سي ار اې سره مرکه
 

په چين کی دا عادي خبره ده چې له يو چا څخه د عمر په اړه پوښتنه وکړي. دغه عمل يو بل چا ته د پاملرنې معنی ورکوي. د بېلګې په توګه، دوی د 您高寿 په ويلو سره له يو سپين ږېری پوښتنه کوی چې عمر يې څومره دی. له دې جملې څخه د درناوی مانا هم څرګندېږی. اوس ډېر زيات ځوانان په خپلو کارونو بوخت دي او د يوي ملګري د لټولو وخت نه لري. ښايی دوی په خپلو کارونو کې برياليتوبونه تر لاسه کړي، خو پلرونه او ميندی يی هم پر دوی فشار راوړي چې خپل ځان ته ملګرې ولټوي. د دغو لاملونو له مخې ښايی دوی د عمر پوښتنې په اړه خوشحاله نه وي. نو کله يې چې له يو بل چا سره اړيکې نه وې ټينګې شوي، نو د عمر په اړه به پوښتنه و نه کړي.