لوست 30 په خپل موټر کې سفر کول

 له سي ار اې سره مرکه
 
  • مهربانی وکړئ له ما سره سفر وکړئ. هوا ورځ په ورځ تودېږي، زه غواړم چې د ښارغاړو د سيمو سيل وکړم، خو د سيلانۍ يو ملګری ته اړتيا لرم، نو دا جمله په چيني ژبه داسی ويل کېږي چې我们. 我们去旅行吧. يعنی مونږ . 去 يوځاي ته د تللو معنی لری. 旅行يعنی سفر يا سيل. 吧 يوه داسی کلمه ده چې عمومأ د غوښتنې څرګندولو په هکله د جملې په پای کې راځی.
  • د اوونۍ رخصتۍ تيرولو په هکله څه پلان لرئ؟ 周末 يعنی د اوونۍ په پاي کې يا د اوونۍ د رخصتۍ په ورځو کې. 有 يعنی لرل. 什么 يعنی څه، څه ډول يا کوم. 计划 يعنی پلان .
  • مونږ به کله حرکت وکړو؟ دې پوښتنې ته چې 周末有什么计划 د ځواب ورکولو په وخت کې تاسی داسی ويلای شی چې 我们打算开车去长城玩玩. د 长城 معنی لوی ديوال دی، همداسې ده که څنګه؟ 开车 يعنی د موټر چلول .
  • مونږ به کله حرکت وکړو؟ زه غواړم له چينی ملګرو څخه پوښتنه وکړم چې مونږ به کله حرکت وکړو. دا پوښتنه په چينی ژبه داسی ويل کېږي چې 咱们什么时候出发. 咱们 يو شخصی ضمير دی او معنی يې د چينی ژبې 我们 او د پښتو مونږ ته نژدی ده . د 我们 او 咱们 ترمنځ توپير دا دی چې 我们 په هر وخت کې ويل کيدای شی او معنی يې د زه او زما ملګري جمع ده، خو咱们 يوازی په مرکه کې استعماليږی چې هم خبرې کوونکی او هم اوريدونکي په کې شامل دی. 什么时候 يعنی کله يا کوم وخت. 出发، معنی يې حرکت کول، خوځيدل يا تلل دی.
  • بل منظره لرونکی ځای له دې ځاي څخه څومره ليری دی؟ که د يو منظره لرونکي ځاي سيل پای ته ورسېږي، خو زه غواړم وپوښتم چې بل منظره لرونکي ځای له دې ځاي څخه څومره ليری دی، دا پوښتنه په چينی ژبه داسی ويل کېږي چې 下一个. 下一个景点还有多远. يعنی يو بل يا راتلونکی. 景点، معنی يې منظرلرونکی ځای دی. 还有 دا معنی لری چې لا هم شته يا پاتی دی . 多远، معنی يې څومره ليری دی.
  • دلته منظره ډيره ښکلی ده. مونږ بالاخره منظره لرونکی ځای ته ورسيدو، دلته منظره دومره ښه ده! دا جمله چې دلته منظره ډيره ښکلې ده، په چينی ژبه داسې ويل کيږی،这儿. 这儿的风景太美了. يعنی دلته . 风景 د منظرې معنی لری. 太美了 يعنی ډير ښکلې ده.