سر له ٢٠٠٨ کال څخه د چين د قانونی رخصتۍ د ورځو شمير له لسو ورځوڅخه يوولسو ورځو ته زيات شوی دی. له دې جملې څخه د ميلادی نوی کال، د می د لومړی ورځې اختر يعنی د زحمتکښانو د نړيوال جشن او د چينګ مينګ، دوان وو او جونګ چيو په نامه د چين د دريو دوديزو اخترونو د لمانځلو لپاره په جلا جلا توګه يوه ورځ رخصتي او د چين د دوديز پسرلنی اختر او ملی جشن د نمانځنې لپاره په جلا جلا توګه درې ورځې رخصتي ټاکل شوې ده. که د اوونۍ رخصتۍ دوه ورځې د جشنونو له رخصتۍ سره وتړل شی، نو چينائيان د دوديز پسرلني اختر او ملی جشن د لمانځنې په ترڅ کی اووه ورځنی رخصتي تيرولای شی او د نورو اخترونو د لمانځنې په بهير کی هم درې ورځنی استراحت کولای شی. اوس په چين کی د سيلانۍ له لاری د رخصتۍ تيرول يو ډول دود او دستور ګرځيدلی دی. زيات چينائيان له دې سره مينه لری چې پخپله په شخصی موټرونو کې د سيلانۍ په موخه سفر وکړي، ځينی هغه چينائيان چې شخصی موټرونه نه لري، هم غواړی چې يو موټر په کرايه واخلی او پخپله په هغه کې نورو ځايونو ته سفر وکړي.اوس په بيجينګ کی د موټرونو په کرايه ورکولو چارو په برخه کی زيات لوی قانونی شرکتونه شته. سيلانيان د شخصيت او پيژندګلوۍ سند او د موټر چلوونې کارډ په ښودلواو د ګاڼې او کرايې په توګه د يو شمير پيسو په ورکولو سره په اسانې له دغوشرکتونو څخه موټرونه اخيستلای شی. حتی د نورو ځايونوسيلانيان د انټرنيټ له لاری د بيجينګ له نوموړو شرکتونو څخه د سپارښتنې په توګه موټر په کرايه اخيستلای شی،اړوند شرکت به د سپارښتنې له مخی له ټاکلی وخت مخکې کرايه کيدونکی موټرهوايی ډګر ته ورسوی، کله چې سپارښت ورکوونکي سيلانيان بيجينګ ته ورسيږی، د موټر کرايه کولو په اړه د اړينو تشريفاتو له ترسره کولو وروسته به سمدلاسه پخپله په دغه موټر کې په سيلانۍ پيل وکړی.