نن ورځ کور اخيستل د چيني وګړيو لپاره د تر ټولو پاملرنې وړه موضوع ده. ډېر ځوانان په تېره بيا هغه ځوانان چې واده وکړي، پر کورونو اخيستلو بوخت دي. که څه هم د هغو کورنيو لپاره چې دومره پيسې نه لري، کور اخيستل يو دروند بار دی، خو اکثريت يې لا غواړي چې کورونه واخلي. ځکه د دوی په أند کور اخيستل د اپارتمان کرايه نيولو په پرتله ډېر اغېزناک او ګټور دی.