لوست 44 د بانکي کارډ د ور کېدو په اړه راپور ورکول

 له سي ار اې سره مرکه
 

په چين کې د وګړيو له خوا د پيسو له موندلو وروسته اړوندې څانګې ته د دغو پيسو سپارل د چينايانو دوديزه ښيګڼه او عادت دی. د چين د هوايي ډګر، د اورګاډۍ ستېشن او تکسي تم ځای په شمول زياتو ځايونو کې د ورک شویو شيانو د راغونډولو ځايونه جوړ شوي دي. خلک چې هلته يو څه ومومي، نو د دغه ځای کارکوونکيو ته سپاري چې خاوندان به يې بېرته واخلي. پر انټرنټ د دغو شيانو د راغونډولو ویبپاڼه هم جوړه شوې ده. پام وکړئ که قيمتي شيان مو ورک شي، نو هرومرو به د پوليسو ادارې ته ولاړ شئ.