-
زما سره مرسته کولی شئ؟
په ډېرو وختونو کې که په لويه مغازه، بانک او يو رسټورانټ کې کله کله مرستې ته اړتيا ولرو. په پښتو ژبه وايو: زما سره مرسته کولی شئ، خو په چيني ژبه موږ داسې وايو: 你能帮我一个忙吗؟
你 يعنی ته،能 يعنی کولای شئ،帮我 يعنی له ما سره مرسته،帮 يعنی مرسته،我 يعنی زه.
一个 يعنی يو،忙 يعنی مرسته،吗 د پوښتنې يو لغت،帮忙 يعنی مرسته،帮我一个忙 يعنې له ما سره يوه مرسته، دغه راز你能帮我一个忙吗 يعنی زما سره مرسته کولای شئ؟
-
البته، ولې نه.
你能帮我一个忙吗 ته د ځواب لپاره تاسې ويلی شئ: 当然. 当然可以 يعنی البته او 可以 يعنی کولای شم.
-
د عکس اخيستلو لپاره زما سره مرسته کولی شئ؟
کله چې ته په يو پارک کې ګرځي او دې ته اړتيا لري چې يو چينی دوست د عکس اخيستلو لپاره مرسته غواړي. نو په داسې حال کې ته ويلی شئ: 能帮我照张相吗؟
能 يعنی کولای شی، 帮 يعنی مرسته، 我 يعنی زه او照相 يعنی عکس اخيستل. پام وکړئ چې موږ په دغه جمله کې د شمېرلو يو لغت张 کاروو،照张相 يعنی يو عکس اخيستل،吗 د جملې په پای کې وي او د پوښتنې د بڼې نښه ګڼل کېږي.
-
ستاسو سره مرسته کولای شم؟
کسان کله کله له نورو سره مرسته غواړي، په چيني ژبه کې داسې ويل کېږي: 我能帮助你吗؟
我 يعنی زه،能 يعنی کولای شم،帮助 يعنی مرسته، 你 يعنی ته،吗د جملې په پای کې وي او د پوښتنې د بڼې نښه ګڼل کېږي. که ته غواړي له نورو کسانو سره مرسته وکړي، نو ويلی شئ: 我能帮助你吗؟