لوست 5 مرسته غوښتل

 له سي ار اې سره مرکه
 

په چيني ټولنه کې د ګاونډيانو ترمنځ اړيکې ډېرې مهمې ګڼل کېږي. د بېلګې په توګه، که د خاوند او مېرمنۍ ترمنځ ستونزې يا خپګان رامنځته شي، نو ګاونډيان تل د دوی د ستونزو په حلولو کې مرسته او همکاري کوي. او که چېرې کوم خاوند او مېرمن دواړه دنده ولري، نو له کور څخه له وتلو وروسته د خپل کور کليانې خپل ګاونډي ته ورکوي چې د دوی د ماشوم څارنه او پاملرنه ورته وکړي. خو اوس مهال زياتره خلک په لوړ پوړيو ودانيو کې اوسېږي، نو که څه هم وګړي په يوه ودانۍ کې اوسېږي، خو يو له بل سره نه پېژني. اوس زياتره خلک هڅه کوي چې د انټرنټ له لارې ټولنيزې اړيکې ټينګې کړي.