د ٢٠١١ کال د ډسمبر ٣ ورځ د چين نړيوالې راډيوCRI د جوړېدو له ٧٠ کليزې سره برابره ده . له اوياوو کلونو راهيسې CRI راډيو ددې مرام سره سم چې نړۍ ته چين او چين ته نړۍ ورپيژني او نړيوالو ته د نړۍ په هکله خبرونه او مالومات وړاندې کوي او د چينايانو او نړيوالو ترمنځ پوهاوی او دوستۍ اړيکې ټينګوي ، اوس مهال په ٦١ ژبو خپرونې کوي او په دغه اوږده موده کې له يوې معمولي خبري رسنۍ څخه يې په عصري او مکملې خبري رسنۍ ځان بدل کړی دی . دغه راز په نړۍ کې د چين د ښې څېرې د څرګندولو او د غوره نړيوال چاپېريال د برابرولو په برخه کې يې هم ستر رول لوبولی دی. ددې لپاره چې د CRI راډيو د جوړېدو د ٧٠ کليزې د نمانځنې په مهال کې لا زيات اورېدونکي او لوستونکي په هراړخيز ډول د CRI د اوياوو کلونو ستر پرمختګونه معلوم کړي او په اورېدونکو او لوستونکو کې د CRI اغيزې لا غښتلی شي ، CRI د جون له لومړۍ ورځې څخه د ٢٠١١کال د اکتوبر تر ٣١ نېټې پورې معلوماتي سيالي ترسره کوي.
الف _ لس تنه ځانګړي او نور څو تنه د لومړۍ ، دوهمه او درېيمه جايزه اخيستونکي به وټاکل شي ، لومړۍ ، دوهمه او درېيمه جايزه اخيستونکو ته به ښکلي جايزې او تصديق پاڼې ورکړی شي ، دغه راز هر برخوال ته به هم د يادونې کارټ وليږل شي .

ب _ د سيالۍ تر ختمېدو وروسته به لس تنه ځانګړي جايزه اخيستونکي د بلنې په اثر د ٢٠١١ کال د ډسمبر په مياشت کې چين ته سفر وکړي او د CRI د نمانځنې او نورو ليدنو کتنو په فعاليتونو کې به ګډون وکړي .

د يادونې وړ ده چې برخوال کولی شي چې په دغه سيالۍ کې د ګډون لپاره د CRIپه هکله د خپلو خاطراتو ، نيکو هيلو او غوښتنو له مخې منل شوي خپل اخيستل شوي انځورونه يا پخپله جوړ شوي لاسي شيان راولېږي ، کېدای شي چې د انځور عکسEmail:pus@cri.com.cn, ته وليږئ .
اړوندې ليکنې
v ستاسې له مورنې ژبې سره زما مينه
v د چين د پرمختيا او د نړيوالو بدلونونو عيني شاهدان
v د سي ار اې راډيو د جوړېدو ٧٠ کليزې په مناسبت معلوماتي سيالی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040