په ٢٠١٣ کال کې د چين او افغانستان ترمنځ اړيکې
٢٠١٣ کال د ختميد د درشل ته رسيدلی او په دغه کال کې د چين او افغانستان ترمنځ اړيکې نورهم نژدی شوې دي چې له سياست ، اقتصاد ، کلتور او ساينس سره تړاو لري. چين د افغانستان د ترټولو لوی ګاونډی هيواد په توګه هيله لري چې په افغانستان کې دايمي سوله او ملي جوړجاړی رامنځته شي او تر خپلې وسې پورې يی افغانستان ته مرستې برابرې کړې او کوي يی. د افغانستان ولسمشر حامد کرزي څو ځله خبري رسنيو ته هيله څرګنده کړه چې د افغانستان د بيارغونې په بهير کې چين لازيات رول ولوبوي.
د دواړو هيوادونو ترمنځ لوړپوړی تګ راتګ نژدی دی. د چين د نوی مشرتابه له ټاکل کېدو نه وروسته افغان ولسمشر حامد کرزي د همدی کال د سپتمبر له ٢٥ نيټې څخه تر ٢٨ نيټې پورې چين ته رسمي سفر وکړ او د اروپا او اسيا په پنځم اقتصادي فورم کې يی ګډون وکړ. د چين ولسمشر شي جين پينګ او صدراعظم لي که چيانګ په جلا جلا توګه له ولسمشر حامد کرزي سره ليدنه کتنه وکړه. دواړو خواوو د خپلمنځيو اړيکو، اقتصاد، امنيت ، کلتور د همکاريو او د نړېوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه يی د نظريو تبادله وکړه. د سپتمبر په ٢٥ نېټه د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي په نيويارک کې د م م د اسامبلې په موده کې له خپل افغان سيال زلمی رسول سره هم ملاقات وکړ. >>>