په چين کې د افغانستان سفير سلطان احمد بهين د بريتانيا د اکسفورډ پوهنتون د قوانينو او مطبوعاتو له تخصص څخه فارغ شو او له پښتو ،انګليسي،روسې او فرانسوي ژبو سره پوره اشنا دی .ښاغلي بهين د باختر اژانس رئيس و او د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت د وياند دنده يې هم په غاړه درلوده .هغه د ٢٠٠٩ کال د مې په مياشت کې په چين کې د افغانستان د سفير په توګه وګمارل شو
ښاغلی جنګ چينګ ديان (Zheng qing dian ) د ١٩٥٢ کال په ډېسمبر کې د چين په هونان ولايت کې زېږيدلی . هغه په هند او بنګلدېش کې د چين په سفارتونو کې کار کړی . هغه له ٢٠٠٦ کال نه تر ٢٠٠٩ کال پورې په بنګلدېش کې د چين سفير و او د ٢٠٠٩ کال په مارچ کې په افغانستان کې د چين د سفير په توګه يې وټاکل شو چې لا تر اوسه په کابل کې د چين د لوی سفير په توګه دنده ترسره کوي.
د مبارکۍ وينا  ځانګړې مرکه  ځانګړې مرکه  د مبارکۍ وينا