د شانګهای د همکارۍ سازمان په اړه لنډه پېژندنه د شانګهای همکارۍ سازمان د چين، روسيې، قزاقستان، قرغېزستان او تاجکستان ترمنځ د يوه ميکانيزم پر بنسټ رامنځته شو. د ٢٠٠١ کال د جون مياشتې له ١٤مې نېټې څخه تر ١٥مې نېټې پورې د يادو پنځو هېوادونو د مشرانو ترمنځ شپږم ملاقات تر سره شو او په ياد سازمان کې يې د ازبکستان غړيتوب ومنه، او په ١٥مه نېټه د يادو شپږو هېوادونو مشرانو د شانګهای د همکارۍ تړون د جوړېدو اعلاميه لاسليک کړه، دغه راز د شانګهای د همکارۍ سازمان په رسمي توګه جوړ شو.
د دې سازمان اصلي موخې دا دي چې د غړو هېوادونو ترمنځ د متقابل اعتماد او ښه ګاونډيتوب پياوړتيا، د سياست، اقتصاد، تکنالوژۍ، کلتور، ښوونې، انرژۍ، ټرانسپورټ، د چاپيريال ساتنې او نورو برخو کې د غړيو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ هڅونه، د سيمه ييزې سولې، امنيت او ثبات ساتنه، د ډيموکراټيک عادلانه او معقول نړيوال سياسي او اقتصادي نظام جوړونه.
دغه سازمان اته رسمي غړي هېوادونه لري: چين، روسيې، قزاقستان، قرغېزستان، تاجکستان، ازبکستان، پاکستان او هند. افغانستان د ٢٠١٢ کال په جون مياشت کې د کتونکي هېواد په توګه د ياد سازمان له خوا ومنل شو او د سږ کال په اکتوبر کې يې په دې سازمان کې د غړيتوب د درلودلو په موخه غوښتنليک وړاندې کړی.
د شانګهای د همکارۍ سازمان دوه دايمي څانګې لري: دارالانشا- مقر يې په بېجينګ کې دی، د ترهګرۍ پرضد مرکز – مقر يې د ازبکستان په پلازمينه تاشکند کې دی.
|