CRI Online
مهمه پروژه

شمالی چين ته دجنوبی چين داوبو د ليږدولو په باب پروژه

 

د چين په جنوب کښی باران زيات دی او په شمال کی باران لږ دی ، د چين شمالی سيمو ته دجنوبی چين د اوبو د ليږدولو دپاره دچين علمی او تخنيکی کارکوونکو د پنځوسو کالو پلټنی او سروی نه وروسته په ٢٠٠٤ کال کښی د نوموړی پروژی په جوړولو پيل شوی دی.

شمالی چين ته دجنوبی چين داوبو د ليږدولو دپاره به د ختيځو ، منځنی او لويديځه کرښو ( لارو ) په ويشلو سره ترسره شی. ددغو درو کرښو له لاری به ديانګنځی د سيند،د حوانګ حه د سيند ،دخوی حه د سيند او د های حه د سيند سره ونښلول شی ، دا به د ټول هيواد په چوکاټ کښی داوبو د منابعو د معقولی توزيع او ترتيبولو دپاره ګټور وی .

دختيځی کرښی پروژه : د يانګنځی سيند په وروستنی برخه کښی د يانګ جو ښار څخه ديانګنځی سيند اوبه به د بيجينګ څخه تر هانګ جو پوری د لوی کانال او دهغه د متوزی وادی له لاری شمالی چين ته و ليږدول شی او دهونګ ځه هو ، لو ما هو ، نان سی هو او تونګ پينګ هو له جهيلونو سره به ونښلول شی .

دمنځنی کرښی پروژه : د دای جيانګ کو په نامه داوبو د مخزن څخه ايستل شوی اوبه به د بيجينګ نه تر کوانګ جو پوری داوسپڼی پټلۍ د اوږدو له لاری بيجينګ او تين جينګ ښارونو ته وبهيږی .

د لويديځی کرښی پروژه : ديانګنځی سيند په پاسنی برخه کښی د تونګ تيان حه اود يا لونګ جيانګ پر سيندونو او د دا دو حه سيند پر پاسنی برخی باندی به داوبو بندونه او داوبو مخزنونه جوړ شی .د يانګنځی له سيندڅخه ايستل شوی اوبه به د ژيړ سيند پاسنی برخی ته وليږدول شی. . د پلان له مخی به تر ٢٠٥٠ کاله پوری د ختيځی ،منځنی او لويديځی کرښی له لاری داوبو د ليږدولو عمومی اندازه څلور څلويښتو مليارډو اته سوو مليونو مکعب متروته ورسيږی .ټوله پروژه به دواقعی حالاتو له مخی مرحله په مرحله تر تطبيق لاندی ونيول شی ،اوس د ختيځی او منځنی کرښو د پروژی څلور پروګرامونه په کار لويدلی دی

د نوموړی اوسپنيزی لارۍ د جوړولو په بهير کښی تر ټولو نه لوی مشکلات به دا وی چه پټلۍ بايد دکنګل شويو خاورو له منطقی څخه تيره شی ، نو دحرارت د ساتلو دپاره دخاورو د طبقی د نصبولو او د لارو د اساس د کلکوالی د معقول کنترول په شمول يو لړ تدبيرونه ونيول شی .

د که که سی لی او شان جيانګ يوان په شمول د ساتنی لاندی طبيعی سيمو کښی د حيواناتو او نباتاتو منابعو دساتلو په خاطر به داوسپنيزی لارو دپاره پلونه ، کاريزونه او ويالی او د حيواناتو دپاره معبرونه جوړ شی او همدا راز به د اوسپنيزی لاری په اوږدو کښی د مستعملو شيانواو کثافاتو ايستل تر سخت کنترول لاندی ونيول شی .


1 2 3 4 5