CRI Online
مهمه پروژه

ختيځ چين ته دلويديځ چين د طبيعی ګاز د ليږدولوپه باب پروژه

 

د نوموړی پروژی د جوړولو له لاری به په عمده ډول دچين په شين جيانګ، د چينګ های په ولايت،د سی څوان په څونګ جينګ ښار او دداخلی مغوليستان په اردوس کښی توليد شوی طبيعی ګاز د يانګنځی سيند د دلتا سيمی ته وليږدول شی .

د چين په منځنی او لويديځه سيمو کښی شپږ نفت او ګاز لرونکی لويی مځکنی کاسی موجودی دی او هغه عبارت دی له تاريمو ،جونګر ،توها ، څای دا مو، اردوس او د سی څوان مځکنی کاسه . د اټکل له مخی به د طبيعی ګاز اندازه يی دوه ويشت زره څلور سوو مليونو مکعب مترو ته ورسيږی چه دغه رقم به د ګرد هيواد د طبيعی ګاز د عمومی اندازی په سلوکښی اته پنځوس اعشاريه نه برخه ونيسی .د طبيعی ګاز دمنابعو او دسروی د حالاتو له مخی دولت پريکړه وکړه چه د نوموړی پروژی په جوړولو پيل وکړی او دطبيعی ګازد پايپ لاينونو ابادۍ ته چټکتيا ورکړی، له شان سی ولايت نه تر بيجينګ پوری دطبيعی ګازد پايپ لين د تر سره کيدو نه پرته دولت هم غواړی چه نور دری پايپ لاينونه جوړ کړی او هغوی به په دی ډول وی چه له تاريمو نه تر شانګهای ښار پوری . د چينګ های ولايت له سه بی نه د سی نينګ ښار له لاری د ګه سو ولايت تر لان جو ښار پوری ، د سی څوان ولايت د څونګ چينګ ښار د ځونګ سيان له ولسوالۍ نه دهو بی ولايت تر وو هان ښار پوری پايپ لاينونه ، څو چه ژر تر ژره دمنابعو تفوق په اقتصادی تفوق بدل شی او د طبيعی ګاز په مقابل کښی دختيځو سيمو عاجله اړتياوی رفع شی . د پلان له مخی به د روسيی د لويديځی سيبيريا له سيمی څخه د طبيعی ګاز دانتقالولوپه باب پايپ لين د نوموړی پروژی له لوی شريان سره ونښلوی ،علاوه پردی دروسيی د ختيځ سيبيريا له سيمی څخه د طبيعی ګاز دانتقالولو په باب د پايپ لين ابادۍ اوس هم تر غور لاندی نيوله شوی ده ، دغه دوه پايپ لاينونه به په نوموړی پروژه کښی شامل شی .

د شانګهای په شمول د يانګنځی سيند ددلتا سيمی ته د شين جيانګ دتاريمو د طبيعی ګاز د ليږدولو په باب د پايپ لين اوږدوالی څلور زره دوه سوه کيلو متره دی او قطر يی يو زر يوسلو اتلس ميلی متره دی ، دغه پايپ لين به دشين جيانګ دويغوری قوم او د نينګ سيا دخوی قوم له خودمختاره سيمو ، دګه سو ، ، شان سی ، حه نان ، ان خوی او جيانګ سو له ولايتونو او د شانګهای له ښار څخه تير شی ،دطبيعی ګاز دانتقاليدو کلنی اندازه به دولسو مليارډو مکعب مترو ته او په ټوله پروژه کښی د پانګه اچونی اندازه به يوسلو شل مليارډو ژن مين بی يونو ته ورسيږی .

اوس ختيځ چين ته دلويديځ چين د طبيعی ګاز دانتقاليدوپه باب د پايپ لاينونو د ابادۍ پروژی د پانګه اچونی دعمومی اندازی په سلوکښی اته څلويښت تر سره کړی دی ، دچين په ختيځو برخو کښی د پايپ لين دابادۍ پروژه په هر اړخيز ډول تر سره شوی ده او د چين ختيځو سيمو ته د طبيعی ګاز په تهيه کولو پيل شوی دی .


1 2 3 4 5