ختيځ چين ته له لويديځ چين څخه د بريښنا د ليږدولو په باب پروژه
دغه پروژه به دختيځ چين هغوسيمو ته چه له لويديځ چين څخه دبريښنا د انرژيود ليږدولو دپاره جوړه شیاو اقتصاد يی ډير پرمختللی دی . په چين کښی د بريښنا توليدولو انرژی په عمده ډول دچين په لويديځ او شمالی برخو کښی خپريږی ، مګر د بريښنا مصارف په عمده ډول له بيجينګ څخه تر کوانګ جو پوری داوسپنيزی لاری په اوږدو او دچين په ختيځوسيموکښی زيات دی .
د بريښنا دانتقالولو دپاره دچين په شمال ، منځنی او جنوب کښی د درو لارو ابادول په کار دی .
شمالی لاره به د شمال خيتځ او شمال لويديځ چين ، شمالی چين او د شان تونګ دولايت دبرقی شبکو څخه عبارت وی . په عمده ډول به د چين په شمال لويديځه برخه کی بريښنا د بيجينګ او تين جينګ ښارونو او د حه بی او شان تونګ ولايتونو ته وليږدول شی .
منځنی لاره به ځتيځ چين ، منځنی چين ، د سی څوان ولايت د څونګ چينګ د ښار او د فو جيان د ولايت له برقی شبکو څخه عبارت وی ، په عمده ډول به ديانګنځی سيند د اوبو په واسطه توليد شوی بريښنا منځنی او ختيځ چين او د فو جيان دولايت سيمو ته و ليږدول شی . دغه سيمه به په چين کښی يوه داسی سيمه وی چه د نوموړی پروژی د پيمانی له لحاظه تر ټولو نه لويه ده او دا به په ټول هيواد کښی د برقی شبکو پر نښلولو باندی ستره او مهمه اغيزه واچوی .
د جنوبی لاری په واسطه به دګوی جو ولايت د وو جيانګ سيند ، ديون نان ولايت د لان څانګ جيانګ سيند او هونګ شوی حه دسيند داوبو څخه په استفادی سره توليد شوی بريښنا او د يون نان او ګوی جو په ولايتونو کښی د سکرو په واسطه توليد شوی بريښنا دکوانګ تونګ ولايت سيمی ته انتقال شی . ختيځ چين
ته د لويديځ چين د بريښنا دليږدولو په باب پروژه به يوه ستره پروژه وی او د چين د لويديځو سيموپرمختګ ته د چټکتيا ورکولو دپاره به يوه مهمه برخه جوړه کړی ، دغه پروژه د لويديځو سيمو غنی منابع د ختيځو سيمو له سترو بازارونو سره يو ځای کړی او دا به حتما په زوروره توګه دچين د بريښنا د صنعت او د ملی اقتصاد ستر انکشاف پرمخبوزی .
|