CRI Online
مهمه پروژه

له چينګ های نه تر تبت پوری داوسپنی د پټلۍ پروژه

 

د چينګ های له ګلمو نه د تبت تر لاسا پوری داوسپڼی د پټلۍ اوږدوالی به يو زر يو سلو اتلس کيلو متره وی . دغه اوسپنيزه لاره به يوه داسی اوسپنيزه لاره وی چه له لوړی څخه به تيره شی ، دسمندر له سطحی څخه به يی لوړوالی ډير زيات وی او داوسپڼی دپټلی ډيره اوږده لاره به وی .

د چينګ های له سی نينګ ښار څخه تر ګلمو پوری د نوموړی اوسپنيزی لاری د لومړی دوری پروژه تر سره شوی ده او له ګلمو څخه تر لاسا پوری ددوهمی دوری پروژه يی د ٢٠٠١ کال د فبرورۍ په مياشت کی دچين د دولتی شورا په منظورۍ په رسمی ډول پيل شوی ده . اوس د دری سوو اوولسو کيلو مترو په اوږدوالی پټلۍ غزيدل شوی دی چه دغه شمير د ټولی پټلۍ داوږدوالی په سلو کښی اته ويشت اعشاريه شپږ برخه بشپړه شوی ده .

د نوموړی اوسپنيزی لارۍ د جوړولو په بهير کښی تر ټولو نه لوی مشکلات به دا وی چه پټلۍ بايد دکنګل شويو خاورو له منطقی څخه تيره شی ، نو دحرارت د ساتلو دپاره دخاورو د طبقی د نصبولو او د لارو د اساس د کلکوالی د معقول کنترول په شمول يو لړ تدبيرونه ونيول شی .

د که که سی لی او شان جيانګ يوان په شمول د ساتنی لاندی طبيعی سيمو کښی د حيواناتو او نباتاتو منابعو دساتلو په خاطر به داوسپنيزی لارو دپاره پلونه ، کاريزونه او ويالی او د حيواناتو دپاره معبرونه جوړ شی او همدا راز به د اوسپنيزی لاری په اوږدو کښی د مستعملو شيانواو کثافاتو ايستل تر سخت کنترول لاندی ونيول شی .


1 2 3 4 5