CRI Online
د محيط ساتنی په باب اوسنی حالت

د اوبو د چاپيريال حالت

په چين کې د اوبو منابع په عمده توګه له اوو لويو سيندونو يعني د يانځي سيند، ژړ سيند، سونګ هوا جيان سيند ، لياو حه سيند ، جو جيان سيند، هاي حه سيند او حواي حه سيند نه تر لاسه کيږي ٠ د دوه زره دريم کال د چين د چاپيريال د کيفيت په باب يو رپوټ کې چه د چين د چاپيريال ساتنې د دولتي عمومي اداري له خوا خپور شوي ، ښودل شوي چه د چين په نوموړو اوو لويو سيندونو کې د اوبو ککړتيا د دوامدار کمښت په حال کې ده ٠ ددوه زره دريم کال د احصايي سره سم د هغو اوبو تناسب چه د کيفيت درجه يي له لومړې معياري درجې نه تر دريمې معياري درجې پوري دي ، په سلو کې دوه ديرش اعشاريه اوه و ، خو په دوه زره لومړي کال کې نوموړي تناسب يوازي نژدي يو په دريمه برخه درلوده ٠ له نوموړو اوو سيندونو نه د هاي حه او لياو حه په سيندونو کې د اوبو ککړتيا ډيره سخته زياته ده ٠ په اوو لويو سيندونو کې عمده ککړ شوي چټل موادو کې نفتي مواد ، چټل شوي ارګانيک مواد،د ارګانيسم داکسيژن د ترکيب کولو مواد، د امنياکې نيتروژن ، د پرومنګنات مالګه ، فرار فنل ، سيماب او داسي نور ضرر لرونکي مواد شامل دي ٠ دغه راز د جهيلونو او د اوبو د بندونو په هکله په جهيلونو کې د نيتروژن او فسفر ککړتيا ډيره سخته ده او د جهيلونو په اوبو کې د ارګانيسم داکسيژن د ترکيب کولو د موادو د زياتيدو سبب شوي دي ٠ لکه د ديان څي په جهيل کې چه دجنوب لويديځ چين په يوان نان ولايت کې واقع دي ، د نوموړي سبب له امله د اوبو ککړتيا ډيره سخته ښکاري ٠ بر سيره پر دي د چين د تاي هو او بو څاو هو په جهلينونو کې چه په جلا جلا توګه د چين دريم او پنځم لوي جهيلونه ګڼل کيږي ، همدغسي حالت هم موجود دي ٠

د چين په زياترو ښارونو او سيمو کې تر مځکې لاندې د اوبو کيفيت نسبتأ ښه دي ، خو لا هم يوه برخه يي تر يوي اندازي پوري د چټليتوب تر اغيزې لاندې راغلي ده چه په عمده توګه د هغو ښارونو په مرکزي سيمه کې پرته ده چه نفوس يي زيات او د صنعتي کيدو بهير يي چټک دي ٠ په دغو سيمو کې تر مځکې لاندې په اوبو کې د نيترات ، سولفات، فولاد ، منګنيز اود داسي نورو موادو پاتي شوني له ټاکلي اندازي نه زيات وتلي دي ٠


1  2  3  4  5