CRI Online
د محيط ساتنی په باب اوسنی حالت

د ايکولوژيکي چاپيريال وضعيت

د ځنګلونو پوښل

د ډيرو کلونو نه راهيسي په چين کې د ځنګلونو د ساتنې او د ونو د ايښودلو په برخه کې د ليدو وړ موفقيتونه تر لاسه شوي دي ٠ داړوندو ارقامو له مخې تر دوه زره دوهم کاله پوري په چين کې د مصنوعي ځنګلونو مساحت له شپږ څلويښتو مليونو هکتارو نه اوښدي و او د نوموړو ځنګلونو د جوړيدو سرعت او پيمانه په ټوله نړۍ لومړنې مقام ونيوه ٠ د وروستيو کلونو نه راهيسي په چين کې په وښو او ونود پوښل شويومځکو مساحت په چټکۍ سره پراخ شوي دي ٠ په ١٩٩٨ کال کې په سلو کې څوارلس ځمکې په ځنګلونو پوښل شوي ، خو تر ٢٠٠٢ کاله پوري دغه رقم په سلو کې شپاړلس عشاريه پنځه پنځوس ته اوچت شوي دي او د ځنګلونو عمومي مساحت يو سلو اته پنځوس مليونو هکتارو ته رسيدلي دي ٠ د دوامدارې پرمختيا او د سمسور چين د ابادولو په باب د چين د اوږدي مودي د پلان سره سم چين به کوشش وکړي چه تر ٢٠١٠ کاله پوري په چين کې د ځنګلونو د پوښل کيدو ميزان په سلو کې شلو ته اوچت شي ٠

د مځکې صحرا کيدل

چين په نړۍ کې له هغو هيوادونو څخه دي چه د صحراکيدو له ډير سخت تاوانونو سره مخامخ دي ٠ که څه هم په دي وروستيو کلونو کې د چين په برخه ايزو سيمو کې د شګو د پراختيا د مخنيوي او د ايکولوژيکي چاپيريال د ښه والي په هکله د ليدو ړو ثمرونه تر لاسه شوي ، خو د عمومي لحاظه په چين کې د مځکې د صحراکيدو تمائل تر اوسه پوري تر موثر کنترول لاندې نه دي راغلي ، مځکې لا د خرابيدو او د صحرا مساحت لا د پر له پسي پراخيدو په حال کې دي ٠ د چين د مځکې د صحرا کيدو د دوهم ځل پلټنې له نتيجې څخه چه په ١٩٩٩ کال کې خپره شوې ، ښودل شوي چه په ټول هيواد کې د صحرا کيدو عمومي مساحت له يو مليون اوو لکو څلويښتو زرو مربع کيلو مترو نه اوښتي ؤ چه دغه رقم د هيواد د مځکو د عمومي مساحت نه نژدي په سلو کې شل برخه ونيوله او دغه مساحت لا هم هرکال نژدي د درو زرو څلور سوو مربع کيلو مترو د زياتوالي په سرعت سره پراخ کيږي ٠ اوس په چين کې د نژدي يو سلواويا مليونو تنو وګړو توليدات او ژوند د صحراکيدو له سخت ګواښ سره مخامخ دي او په دي اثر رامنځ ته شوي مستقيم اقتصادي تاوانونه هر کال له څلور پنځوس مليارډو ژن مين بي يوانو نه اوړي ٠

د اوبو او خاورو بي ځايه بهيدل

د اوبو او خاورو بي ځايه بهيدل د چين د مځکني منابعو د ويجاړيدو په هکله هغه ژئولوژيکي افتونه او محيطي مسئله ګڼل کيږي چه تر ټولو نه ډير ليدل کيږي چه په دي جمله کې د هوانګ تو په نامه د لوړې دښتې په سيمه کې ډير سخت تاوانونه پيښيږي او له دي امله رامنځ ته شوي تاوانونه يي تر ټولو نه زيات دي ٠ په چين کې د اوبو او خاورو د بهيدو عمومي حالت په دي ډول دي چه برخه ايز نوموړي مصيبتونه تر اداري او کنترول لاندې راغلي ، خو عمومي مصيبتونه پراخ شوي دي ٠ اوس د چين يو په دريمه برخه کرل شوي مځکې د اوبو او خاورو د بهيدو له مصيبتونو سره مخامخ دي او هر کال د سيلابي شويو خاورو عمومي اندازه څه د پاسه پنځه مليارډه ټنو ته رسيږي د دغې اندازې له مخې که چيري د ټول هيواد د کرل شويو مځکو نه د يوه سانتي مترو په اندازه پاسنې خاورې له منځه يووړل شي نو د وړل شويو عضوي ماده به د څلويښتو مليونو ټنو په اندازه د معياري کيمياوي سرو سره برابره وي ٠د اوبو او خاورو د بهيدو عمده علتونه د مځکو نا معقول کرل او د طبيعي نباتاتو له منځه وړل دي ٠ په چين کې په غرنيو او کوهستاني سيمو کې د کرل شويو مځکو عمومي مساحت نژدي ديرش مليونو هکتارو ته رسيدلي ، خو نژدي شل مليونه هکتاره مځکه يي تر بيلې بيلې اندازي پوري د اوبو او خاورو د بهيدو تر زيانونو لاندې ده ٠

لنده ځمکه

په چين کې د لندې ځمکې عمومي مساحت نژدي شپږ شپيتو مليونو هکتارو ته رسيدلي چه په کې سيندونه او جهيلونه شامل نه دي ، نوموړي مساحت د نړۍ د لندې مځکې د عمومي مساحت په سلو کې لس برخه نيسي او په اسيأ کې يي لومړي لمبر او په نړۍ کې يي څلورم مقام نيولي دي ٠ په چين کې د لندې مځکې د مهم اهميت په هکله د معلوماتو په زياتيدو سره د تيرې پيړۍ له نهمې لسيزې نه راهيسي چين د لندې ځمکې د ساتنې او استعماليدو په برخه کې يو لړ موثر تدبيرونه غوره کړي دي او تر يوې اندازي پوري لندې ځمکې او د اړوندو موجوداتو متنوعيت تر ساتنې لاندې راغلي دي ٠ خو د چين د نفوس د زياتوالي او د اقتصاد د چټګ پرمختيا له امله د زياتو لندې ځمکو منابع د انسان له خوا استعمال شوي چه په نتيجه کې زياتې لندې ځمکې او اړوند موجودات ويجاړ او وران شوي دي ٠ د وروستيو څلويښتو کالو راهيسي په چين کې د ساحلي لندې ځمکې په سلو کې نژدې پنځوس برخه له منځه يووړل شول ٠ همداشان په ټول هيواد کې تقريبأ په سلو کې ديارلس فيصده جهيلونه ، د شمال ختيځ چين د هي لونګ جان د سان جيان دښت په سلو کې اته اويا فيصده طبيعي باتلاقي لندې ځمکې له منځه وړل او د منځني چين د هونګ هو په مشهور جهيل کې د اوبو د نباتاتو څلير ويشت قسمونه ، د کبانو پنځوس قسمونه کم شوي دي ٠ دغه راز د لندې ځمکې خرابول به د محلي ځاي د اقتصاد پرمختيا او د اوسيدونکو د ژوند چاپيريال ته سخت زيانونه او تهديد هم ورسوي ٠ اوس د لندې ځمکې او د اړوندو موجوادتو ساتنه د چين د حکومت او خلکو د زياتې توجه وړ مسئلې ګرځيدلې ده ٠


1  2  3  4  5