CRI Online
د محيط ساتنی په باب اوسنی حالت

په چين کې د طبيعي موجوداتو ډولونه

د ژويو او نباتاتو مختلف ډولونه

په مځکنې کره کې چين له هغو هيواونو څخه دي چه د طبيعي موجوداتو ډولونه يي ډير دي٠ په چين کې نادره تباتات او حيوانات په جلا جلا توګه څه د پاسه ديرش زرواو شپږ زرو درو سوو اوه څلويښتو ډولونو ته رسيدلي او په جلا جلا توګه په نړۍ کې د ژويو او تباتاتو د عمومي شمير په سلو کې لس او څوارلس برخه نيسي ٠دغه راز د چين د مځکې ايکولوژيکي سيستمونه هم بيلا بيل دي چه ډولونه يي پنځو سوو نهه نوي ته رسيدلي دي ٠ په چين کې نه يوازي وحشي موجودات او ايکولوژيکي سيستمونه ډير غني ښکاري بلکه د روزل شويو نباتاتو او حيواناتو ډولونه يي هم ډير زيات دي ٠ نو ويل کيږي چه په چين کې د حيواناتو او نباتاتو منابع ډيرې غني ښکاري ٠ ( عکس د چين قيمتي وحشي ځناور __ لوي پندا )

په نړۍ کې د له منځه تللو په حال کې نباتات او حيوانات

له دي امله چه د ځنګلونو منابع ډيرې کمې شوې او د وحشي حيواناتو او تباتاتو د اوسيدو او ودې ځايونه خراب شوي ، په چين کې ډير ارزښناک ځناور او نباتات له دنيا څخه د له منځه تللو په حال کې دي ٠ د ابتدايي احصايي له مخې په چين کې نوموړي حيوانات او نباتات د وحشي ډولونو د عمومي شمير په سلو کې له پنځلس نه تر شلو پوري برخه نيسي ٠ اوس په چين کې نژدي دوه سوه ډوله ځانګړي نباتات او ژوي له مځکنې کرې نه له منځه وړل شوي دي ٠ بر سيره پر دي څه د پاسه دري سوه ډول فقاريه مځکني حيوانات او تقريبأ د څلور سوو لس ډولو اود ديارلس قسمونو نباتات او وحشي نباتات د له منځه تللو په حال کي دي ٠ لکه د جنوبي چين د هاي نان د اوږدو لاسونو لرونکي بيزو او د هاي نان تور خرس ډير لږ ليدل کيږي ٠ بر سيره پر دي ځيني ارزښناکې ونې د له منځه وړلو په حال کې دي ٠ همداشان لکه وحشي اسونه ،د شينجيان ببر په شمول څه د پاسه شل ډوله قيمتي وحشي حيوانات اوس له منځه تللي دي ٠

له بهر نه داخل شوي ډول ډول مضيره نباتات او حشرات او ژوي له بهر نه داخل شوي انواع يعني د محلي سيمې په انواعو پوري اړه نه لري ، خو نوي ايکولوژيکي سيستم ته د داخليدو نه وروسته شمير يي په چټکۍ سره وده کړي او پراخ شوي او د محلي ځايونو طبيعي چاپيريال ، د انسان روغتيا او اقتصادي پرمختيا ته ستر زيانونه يي رسولي دي ٠ د شلمې پيړۍ له اتمې لسيزي نه راهيسي د چين او د بهرنيو هيوادونو ترمنځ د تماسونو په زياتيدو او د چين د اقتصاد په چټکې پرمختيا سره له بهر نه چين ته داخل شوي مضيره نباتات او حشرات په شکاره توګه زيات شوي دي ٠ اوس د چين په نژديو ټولو ولايتونو ، خودمختارو سيمو او لويو ښارونو کې له بهر نه داخل شوي مضيره نباتات او حشرات پيدا کيږي چه دا د چين د طبيعي موجوداتو د ډولونو او د ايکولوژيکي چاپيريال ته تاوانونه ، په تيره بيا دبحر نه د ټيټې سطحي سيمې او د ګرمي منطقې د ټاپوګانو ايکولوژيکي چاپيريال ته يي ډير سخت زيانونه رسولي دي ٠ د ٢٠٠٣ کال د جنوري په مياشت کې د چين د چاپيريال د ساتنې عمومي اداري او د چين د علومو اکاډمې د پلټنې نه وروسته اعلان وکړ چه د امريکې د سپينې پروانې ، د افريقې د لوي خلزون او د لوي قورباغه په شمول له بهر نه څه د پاسه شپاړلس ډوله مضيره نباتات او حشرات د لومړې ډلې په تور ليست کې شامل شوي دي ٠


1  2  3  4  5