CRI Online
د محيط ساتنی په باب اوسنی حالت

د هوا د چاپريال حالت

د وروستيو کلونو نه راهيسي له عمومي نظره د چين په ښارونو کې د هوا کيفيت د ښه کيدو په حال کې دي ٠ مګر لا هم دوه په دريمه برخه ښارونوکې د هواکيفيت تر بيلې بيلې اندازي پوري خراب شوي دي او کيفيت يي ددولت له خوا د ټاکل شوي دوهمې معياري درجې ته نه دي رسيدلي دي ٠ د ښارونو په هوا کې عمده چټل مواد شناور مواد دي ٠ د جنوبي چين د ښارونو په نسبت د شمالي چين د ښارونو د پاسه د هوا ککړتيا سخته ښکاري چه نوموړي ښارونه د چين په شمالي ،شمال لويديځ ، شمال ختيځ او دجنوب لويديځ چين په ختيځو سيمو کې واقع دي او په ځينو ښارونو کې په هوا کې د د وه اکسيد ګوګړو ککړتيا ډيره سخته ده ٠


1  2  3  4  5