CRI Online
د محيط ساتنی په باب تدبيرونه

د ککړتيا مخنيوي او اداره کول

د وروستيو کلونو نه راهيسي په چين کې يو شمير هغې سيمې د چين د حکومت له خوا يي د ککړتيا مسئله يي ډيره سخته پيژندل شوي ده او بايد تر جدي اداري لاندې راشي ٠ په دي هکله په سيندونو کې د ککړ شويو اوبو د پاکولو په باب پلان ، د ادارې اړوندې پاليسۍ، د فاضله موادو د ايستنې د کنترول پاليسۍ طرح او عملي شوي دي ٠د ٢٠٠٢ کال تر پايه پوري حکومت د يانځي سيند د درو تنګناوو د اوبو د بند د شاخواوو سيمو د چاپيريال د ساتنې پاره څه د پاسه څلويښت مليارډه ژن مين بي يوانه اچولي دي ٠ په ٢٠٠١ کال کې په نوموړي سيمه کې هغه اوه ديرش تصدۍ چه د ککړتيا د رامنځته کيدو عمده منبع ګڼل کيدې، منحل شوي دي ٠ د نوموړي بند په شاوخواو سيمو کې د فاضله موادو دعمده سرچينې په توګه د شپيتو تصديو له خوا د ايستل شويو نا پاکو اوبو اندازه د ٢٠٠٠ کال په نسبت په سلو کې پنځلس اعشاريه شپږ کمه شوې ده ٠ دغه راز له نوموړو تصديو څخه د غورځول شويو موادو عمومي اندازه صفر اعشاريه اته لس زرو ټنو ته رسيدلي دي ٠ همداشان له ٢٠٠٢ کال نه د چين د تاي هو د جهيل د ککړتيا د ليري کولو هغه پروژه پيل شوي چه له يانځي سيند نه نوموړي جهيل ته چه مساحت يي شپږ ديرش زرو نهو سوو مربع کيلو مترو ته رسيدلي ، پاکه او خوږې اوبه يي انتقاليږي ، د دغې پروژۍ د پيل نه راهيسي د تاي هو په جهيل کې د اوبو کيفيت په ښکاره توګه ښه شوي دي او په اوبو کې د فسفر، نيتروژن او د پرومنګنات او پتاسيم د موادو اندازه د مخکنيو څلورو کالونو په نسبت په جلا جلا توګه په سلو کې شپږ پنځوس ، په سلو کې پنځه ويشت او په سلو کې نهه ټيټه شوې ده ٠ په دي اثر د شانګهاي ښار د څښلود اوبو کيفيت چه د تاي هو له جهيل نه انتقاليږي ، په ښکاره توګه اوچت شوي دي او څه د پاسه لس مليونو خلک له دي اوبو نه ګټې اخلي

دغه راز په عين وخت کې د ټول هيواد په چوکاټ کې د هوا د کيفيت د نظارت او اداره کولو کارونه هم تر سره شوي دي ٠ په ٢٠٠٢ کال کې د چين په ټولو ښارونو کې د هوا کيفيت په دوامداره توګه ښه والي موندلې دي ٠ له هغو درو سوو نهه ديرشو ښارونو څخه چه د هوا کيفيت يي د چاپيريال د ساتنې د اداري تر نظارت لاندې وو ، په يو سلو اوو لسو ښارونوکې د هوا کيفيت د هيواد له خوا ټاکل شوي دوهمې معياري درجې يا له دي نه لوړې درجې ته رسيدلي دي چه په دي جمله کې د جنوبي چين د هاي کو ، سان يا او ځاو چن په شمول د لسو ښارونو د هوا کيفيت لومړني معياري درجي ته رسيدلي دي ٠ بر سيره پر دي د چين د مرکز بيجينګ د هوا د څارنې کولو په کارونو کې هم د ليدو وړ موثريت ترلاسه شوي دي ٠ په ٢٠٠٢ کال کې د بيجينګ په ښاري سيمه کې د هغو ورځو شمير چه د هوا کيفيت يي دوهمې درجې ته يا له دي نه لوړې درجې رسيدلي ، دوه سوه يو ورځو ته رسيدلي دي او د ٢٠٠١ کال په نسبت يي نولس ورځې زياتې شوي دي ٠ همداشان د هيواد په زياترو ښارونو کې د موټرونو له خوا خپور شوي ګاز او دود د اروپا لومړي نمبر ميعار ته رسيدلي دي ٠ اوس په چين کې د بيجينګ په شمول يو شمير لوي ښارونه په دي کوشش کوي چه د هوا کيفيت يي د اروپا د دوهم نمبر معيار ته ورسيږي


1  2  3  4  5  6