CRI Online
د محيط ساتنی په باب تدبيرونه

د صحرا کيدو مخنيوي او ادا ره کول

د مځکې صحراکيدل په چين کې د ايکويوژيکي چاپيريال په هکله تر ټولو نه ډيره سخته مسئله ده ٠ په ټول هيواد کې د صحراکيدو مځکو مساحت دوو مليونو شپږ لکو شلو زرو مربع کيلو مترو ته رسيدلي چه دغه شمير د ټول هيواد د کرل شويو مځکو له عمومي مساحت نه زيات اوښتي دي او د هيواد د خاورو د عمومي مساحت نه په سلو کې اوه ويشت برخه نيسي ٠ اوس سره له دي چه په برخه ايزو سيمو کې د مځکو د صحرا کيدو تمائل تر کنترول لاندې راغلي دي ، مګر هر کال د څه د پاسه درو زرو مربع کيلو مترو په سرعت سره نوموړي ځمکې لا هم پراخيږي ٠

اوس په چين کې د ځنګلداري چارو د دولتي اداري تر لارښوونې لاندې په ټول هيواد کې د شګو د مخنيوي او اداره کولو په باب پلان تطبيق شوي ،ترڅو چه تر ٢٠١٠ کاله پوري د شګو د پراختيا تمائل به اساسأ تر کنترول لاندې راشي ، تر ٢٠٣٠ کاله پوري د ترلاسه شويو اړوندو ثمرونو په اساس به د صحراکيدو وړ مځکې په تدريجي توګه کمې شي او تر ٢٠٥٠ کاله پوري به په صحرايي سيمه کې نسبتأ مکمل ايکولوژيکي سيستم جوړ شي ٠


1  2  3  4  5  6