CRI Online
د محيط ساتنی په باب تدبيرونه

 د ځنګلونو د منابعو ساتنه

د تيرې پيړۍ له پنځمې لسيزې نه راهيسي چين په نړۍ کې د مصنوعي ځنګلونو د جوړولوپه هکله لوي اعجاز رامنځ ته کړي دي ٠ له ١٩٨١ کال نه تر ٢٠٠٢ کاله پوري په ټول هيوا د کې د داوطلبانه فعاليتونو له لارې جملتأ نهه ديرش مليارډه اته سوه مليونه د ونې نيالګې ايښودل شوي دي ٠ اوس په چين کې د مصنوعي ځنګلونو مساحت شپږ څلويښت مليونو شپږو لکو اويا زرو هکتارو ته رسيدلي او د نړۍ د مصنوعي ځنګلونو د عمومي مساحت په سلو کې شپږ ويشت برخه يي نيولې ده چه دغه رقم په نړۍ کې لومړي مقام دي او د ځنګلونو په واسطه د پوښل شويو سيمو ميزان په سلو کې شپاړلس اعشاريه پنځه پنځوس ته رسيدلي دي ٠ په داسي حال کې چه د نړۍ د ځنګلونو منابع د دوامدار کمښت په حال کي دي ، چين لا هم د ځنګلونو د مساحت د ساتنې او د ځګلونو د پراخولو په دوو برخو کې موفقيتونه ترلاسه کړي دي ٠ په دي وجه چين د ملګرو ملتو د چاپيريال د اداري له خوا په هغو پنځلسو هيوادونو کې شامل شوي چه په نړۍ کې د ساتل شويو ځنګلونو مساحت يي تر ټولو نه زيات دي ٠

له ١٩٩٨ کال نه تر ٢٠٠١ کاله پوري د چين حکومت د منځني لويديځ چين د غريبو سيمو د طبيعي تباتاتو او چمنونو د ساتنې ، په کرل شويو مځکو کې د غلودانو په ځاي د ځنګلونو او چمنونو د جوړولو له پاره دوه څلويښت مليارډ اوه سوه مليونه ژن مين بي يوانه اچولي دي چه په دي کې هغه لګښت هم شامل و چه د نوموړي کار د تر سره کولو له پاره د تشويق په توګه اړوندو بزګرانو ته برابر شوي دي ٠ دغه راز په کرل شويو مځکو کې د ځنګلونو د جوړولو پروژه هم د هيواد په پنځه ويشتو ولايتونو .، خودمختارو سيمو او لويو ښارونو کې په عملي کيدو پيل شوې ده ٠ تر ٢٠٠٢ کاله پوري په ټول هيواد کې په کرل شويو مځکو ګې د ونو د کيښودلو او په شاړو غرونو او مځکو کې د ونو د کيښودلو مساحت په جلا جلا توګه درو مليونو يو لکه اتيا زرو او درو مليونو دوو لکو شپيتو زرو هکتارو ته رسيدلي دي چه په نتيجه کې د هيواد په برخه ايزه سيمه کې د اوبو او خاورو د ورک کيدو حالت تر يوې اندازي پوري کنترول شوي دي ٠ د نوموړي پروژۍ د عملي کيدو په عين وخت کې د ځنګلونو د منابعو د ساتنې په هکله د يو موثر تدبير په توګه د طبيعي ځنګلونو د ساتنې پروژه هم په ١٩٩٨ کال کې پيل شوې ده ٠ د دغې پروژۍ سره سم د ټول هيواد په چوکاټ کې د طبيعي ځنګلونو پري کول بند شوي دي ٠ اوس د چين په ډيرو سيمو کې د چار تراشو ډير پخواني کارکونکي د ځنګلونو ساتونکي بدل شوي دي ٠

د چين د دوامدار انګشاف په هکله د ځنګلداري چارو د پرمختيا د اړوندې ستراتيژيکي څيړنې په رپوټ کې د وړاندې شوي هدف سره سم تر ٢٠٥٠ کاله پوري به په چين کې په ځنګلونو د پوښل کيدو ميزان په سلو کې اته ويشتو ته ورسيږي


1  2  3  4  5  6