CRI Online
د محيط ساتنی په باب تدبيرونه

د لندې ځمکې ساتنه

د ١٩٩٢ کال د لندې ځمکېد ساتنې په باب په بين المللي کوانسيون کې د چين د شامليدو نه راهيسي د چين حکومت د طبيعي لندې ځمکې منابعو ته د نجات ورکولو او داعاده کولو له پاره مثبت کوششونه کړي دي چه په نتيجه کې هغه يو شمير طبيعي لندې ځمکې چه خراب شوي ، تر ښې ساتنې لاندې راغلي دي ٠ د ٢٠٠٢ کال تر پايه پوري په چين کې د لندې ځمکې دري سوه دري پنځوس طبيعي حمايت کيدونکي سيمې جوړي شوي دي او نوموړي سيمې په عمده توګه دسمندرونو ، جهيلونو ، سيندونو په شاوخوا وو سيمو او په ځنګلونو سره په نښتو ځايونو کې پرتې دي او په دي کې يوويشت ځايونه په نړيواله سطحه د مهمو لندې ځمکو په ليست کې شامل شوي او عمومي مساحت يي درو مليونو ديرش زرو هکتارو ته رسيدلي دي ٠

د چين د لندې ځمکې د ساتنې عملياتي پلان چه د ٢٠٠٠ کال په نوامبر کې په عملي پيل شوي دي، د چين د ځنګلدارۍ د دولتي اداري له خوا وړاندې شوي او د دولتي شورا په اړه د اوه لسو وزراتونو له خوا په ګډه سره طرح شوي دي ٠ د نوموړي پلان له مخې تر ٢٠١٠ کاله پوري په چين کې به د هغو تمائلاتو مخنيوي وشي چه د انساني فعاليتونو له امله طبيعي لندې ځمکې کمې شي ٠ دغه راز تر ٢٠٢٠ کاله پوري به په چين کې خراب شوي او له منځه وړل شوي لندې ځمکې به په تدريجي توګه اعاده شي ٠


1  2  3  4  5  6