CRI Online
د لرغونی چين امپراطوران

د هان د امپراطوري سلسلې لومړي امپراطور

ليو بان د لويديځ هان د سلسلې لومړي امپراطور و او د چين په تاريخ کي د هغو دوو امپراطورانو څخه وشميرل شو چه ټولنيز مقام يي ډير ټيټ و . ليو بان د بزګر په کورني کي وزيږيده او د چين په سلسله کي يي محلي دنده په غاړه درلوده . په دي سبب چه بنديان يي په خپله خوشي شوي ، وتښتيده . د قبل الميلاد په دوه سوه نهم کال کي ليو بان د بزګرانو په قيام کي ګډون وکړ او د چين سلسله يي ترپښو لاندي کړه . ورپسې هغه د چين د سلسلې په ضد له يوه بل جنرال شيان يو سره د څلورو کالو دپاره جګړه وکړه او په پاي کي يي بری وموند او د قبل الميلاد په دوه سوه دوهم کال کي يي په ختيځ چين کي د هان په نامه د امپراطوري دوره پرانستله .

ليو بان د هان د امپراطوري دورې د پرانستلو نه وروسته د هيواد د بيا رغاونې دپاره يو لړ ګټور تدبيرونه غوره کړل . د زياتو کلونو د جګړو نه وروسته د هيواد نفوس ډير کم شو ، نو ليو بان ټول بنديان او غلامان خوشي کړل او زيات شمير عسکر يي ملکي ژوند ته د ګرزولو دپاره بيرته خپل ټاټوبي ته وليږل ، پرته له دي نه بيګار يي له منځه يووړ او د دولتي قدرت د متمرکز نظام د پياوړتيا دپاره يي يو لړ تدبيرونه ونيول .

د چين د سلسلې د نسکوريدو نه وروسته د هيون قوم چه د چين په شمال کي ميشته و ، د فرصت څخه په استفادې سره په جنوبي سيمو باندي تيري وکړ . د هان د سلسلې د جوړيدو په لومړيوکلونو کي هيون کله نا کله د هان په سرحدي سيموباندي بريدونه وکړل ، د قبل الميلاد په دوه سوم کال کي ليو بان په خپله په هيون باندي لښکرکشي وکړه ، خو د اوو ورځو شپو دپاره يي د هيون د درو لکو تنو عسکرو لخوا محاصره وشوه او له محاصري نه د وتلو نه وروسته يي د هيون د قوم سره داسي پاليسي اجرا کړه چه خپله لور يي د هيون پاچا ته ورکړه . ليو بان شاهي تخت ته د پورته کيدو نه دوولس کاله وروسته په يوه جګړه کي د غشي په لګيدو سره مړ شو .


1  2  3  4  5  6