CRI Online
د لرغونی چين امپراطوران

د شيا د کورني مشهور موسس يو

څلور زره کاله دمخه د چين د ژيړ سيند په سيمه کي سخت سيلاونونه پيښ شول او يو سړي چه يو نوميده ، د سيلاوونو سره د مبارزې په برخه کي يي ستر خدمتونه ترسره کړل ، نو د خلکو په منځ کي يي زيات حيثيت تر لاسه کړ. د وخت مشر شيون خپله واکمني يو ته ورکړه . د سيلاوونو د مخنيوي په باب کيسه د کلونو کلونو راهيسي د چينايانوپه خولو کي خپريږي .

وايي چه د ياو نومي د قبايلو مشر د سيلاوونو سره د مبارزې دپاره پريکړه وکړه چه د ګون نومي يو سړي د سيلاوونو د مخنيوي دنده په غاړه واخلي . خو ګون نهه کاله کوشش وکړ چه په نتيجه کي سيلاوونه نور هم سخت شول ، کله چه ګون د سيلاوونو د بندولو طريقه اجرا کوله . نو ووژل شو ، ورپسې دغه دنده د ګون د زوي يو په غاړه ولويده ، يو د خپل پلار لخوا د اجرا شوي طريقې په ځاي د سيلاوونو د له منځه وړلو دپاره ډيرې ويالې وکيندلې او سيندونه يي پاک کړل ، نو د ديارلسو کلونو د زيارونو له برکه سيلاوونه سمندرونو ته وبهيدل . د سيلاوونو سره د مبارزې په وخت کي يو د اندازه ګيري په باب زياتې وسيلې او طريقې اختراع کړې . يو د خپلو سترو خدمتونو له امله د قبايلو د مشر په توګه وټاکل شو او دده د تسلط په وخت کي ټولنه نوي مرحلې ته ورسيده .

ورپسې د يو د قبايلو اشراف زاده ګانو د يو د زوي چي ملاتړ وکړ چه په دي وجه د قبايلو په منځ کي د مشر د انتخابولو نظام په رسمي توګه لغوه شو او د شاهي تخت ارثي نظام رامنځته شو او د چين په تاريخ کي د شا په نامه د غلامۍ لومړي شاهي سلسله جوړه شوه .


1  2  3  4  5  6