CRI Online
د لرغونی چين امپراطوران
 

شن نون

شن نون چه پنځه زره کاله دمخه د يوې قبيلې مشر و ، په هغه وخت کي د قبيلې مشر د نورو معمولي خلکو سره يو ځاي په کرنې لګيا و او په چين کي يي لومړني زراعتي وسيله اختراع کړه . د شن نون د ژوند موده د پلرني قبايلو د کميون په لومړني موده کي وه چه په هغه وخت کي استثماراو ظلم نه و او خلکو د مساوات او دوستۍ په فضا کي ژوند کاوه . نارينه په کرنه او ښځې په کور کي په اوبدلو بوخت وې .

شن نون د چين لومړني طبيب هم و ، د افسانې لمخې شن نون وليدل چه خلک کله کله په ډول ډول ناروغيو اخته کيږي ، نو ډير انديښمن و . هغه له دي څخه چه د غله جاتو د خوړلو نه وروسته د خلکو روغتيا وساتله شوه ،دا الهام واخيست چه ګواکي د بوټو او وښو ريښې يا تخمونه د ناروغيو د علاج دپاره اثرونه ولري . په افسانه کي ليکل شوي چه شن نون په غرونو رغونونو کي راز راز طبي بوټي راغونډ کړل او ددوي خاصيت د پيژندلو دپاره به يي لومړي په خپله دغه بوټي خوړل ، نو کله ناکله به مسموم هم شو حتي په يوه ورځ له اوياو نه زيات ځله مسموم شو . وايي چه د سلو ډولو بوټو د پيژندلو په نامه طبي کتاب د شون نون لخوا وليکل شو او د ډول ډول ناروغيو د علاج دپاره نسخې هم پکي شاملې وې .

شن نون نجوم پيژندونکي هم و ، دغه راز هغه وليدل چه هغه شيان چه د ژوند دپاره د اړتياوړ وي ، خلک يي په خپله نشي جوړولي ، خو هغه شيان ډير وو چه د اړتياوړ نه و او د خلکو ژوند ته يي زيات مشکلات رامنځته کول ، نو شن نون خلکو ته خبر ورکړ چه په يو خاص ځاي کي خپل شيان يو له بل سره تبادله کولي شي چه دا د چين په تاريخ کي لومړني بازار بلل کيږي .

شن نون د کار نه د ساعت تيري دپاره پنځه تارونه لرونکي موسيفي اله اختراع کړه او ورپسې دده زوي د جونګ په نامه بله موسيقي اله جوړه کړه او زياتې سندرې يي وليکلې چه دغه موسيقي الې لا تر اوسه ليدل کيږي .

شن نون يو سلو څلويښت کلونه په شاهي تخت باندي کيښاست او دده واکمني د بل مشرلخوا چه هوانګ دي نوميده، ونيوله شوه . شن نون د مرګ نه وروسته د جنوبي چين د هو نان ولايت په مرکز چان شا ښار کي ښخ شو او مقبره يي لا تر اوسه موجوده ده ، شن نون د چينايانو لخوا د يان دي په نامه ياديږي .


1  2  3  4  5  6