CRI Online
د لرغونی چين امپراطوران

ياو او سون

تقريبأ څلور زره کاله دمخه د چين په لرغوني زمانه کي د چيني ملت درې نامتو او برجسته مشران رامنځته شول يعني ياو ، سون او يو .

د افسانې لمخې ياو د چيني ملت د لومړي نيکه هوانګ دي له اولادونو څخه و او د شپاړس کلنۍ په وخت کي د قبايلو د مشر په توګه انتخاب شو . د تاريخي کتاب سره سم ياو په پينګ يانګ ښار کي يعني د اوسني چين د شمالي ولايت شان شي د لين فن په ښار کي پايتخت جوړ کړ ، نن ورځ په لين فن کي د ياو يو معبد موجود دی چه شپاړس سوه کاله دمخه جوړ شو ی او د ياو مقبره هم ليدل کيږي چه زر کاله دمخه د تانګ په سلسله کي جوړه شويده .

ياو د قبايلو ترمنځ د يووالي د ټينګتيا دپاره کوشش وکړ ، د موفقيتونو او خدمتونو سره سم يي مامورينو ته جايزې ورکړې او بدو کسانو ته يي سخته سزا ورکړه چه په دي وجه اداري نظام منظم شو . د افسانې لمخې د ياو په موده کي د جنتري نظام جوړ شو ، نو بزګرانو وکولي شول چه د فصلونو سره سم بزګري وکړي ، دغه راز ياو د سيلاوونو د مخنيوي دپاره هم ستر خدمتونه تر سره کړل .

ياو په شاهي تخت باندي د اوياوو کلونو د کيناستلو نه وروسته پريکړه وکړه چه نوي مشر انتخاب کړي . د قبايلو د مشرانو په سپارښتنه او د ياو د درو کالو د ډول ډول أزموينو نه وروسته سون د نوي مشر په توګه وټاکل شو.

د سون په دوره کي د توليد د پراختيا او د بااستعدادو کسانو د استخدام له امله کرنې او صنايعو ډيره ترقۍ وموندله . سون د هيواد د اداره کولو په برخه کي د خپل غوره اخلاق سره سم د خلکو سره په غم او خوښۍ کي شريک و چه په نتيجه کي هيواد أباد شو او خلک شتمن شول سون د يو سلو لسو کالو په شاوخوا کي مړ شو او دده مقبره د جنوبي چين د هو نان ولايت د نين يون ولسوالۍ له جنوب نه په شپيتو کيلومترۍ کي واقع ده .


1  2  3  4  5  6