کاغذ پران
کاغذ پران په چين کې د عنعنوي او فولکلوري لوبو دالاتو څخه دی او د نندارې ، ساعت تيري او سپورت رول لري ، دغه راز هغه د فولکلوري دودونو ، ساينس ، تخنيک او هنر سره ټينګې اړيکې لري ٠ پخوا په چين کې د کاغذ پرانونو د لوبو دپاره دا معنی ورکړې شوې وه چې د کاغذ پرانونو د لوبو په واسطه بدبختي أسمان ته الوځي ٠ د کاغذ پران لوبه د چين په ګوټ ګوټ کې ترسره کيږي ٠ خصوصأ د چين د شان دونګ ولايت د وي فانګ په ښارکې يې ډير شهرت مو ندلی دی ٠
د شان دونګ ولايت د وي فانګ په ښار کې کاغذ پران ډير لرغوني تاريخ لري ، د وي فانګ کاغذ پران ډير ښکلې او شکلونه يې ډير زيات او صورتونه يې په زړه پوري دي ٠
د بيجنګ کاغذ پران تر اوسه پوري څه دپاسه درې سوه کاله تاريخ لري او نمونه يې د توتکي په شان کاغذ پران دي
تصوير : په نوموړي تصوير کې دوه توتکۍ سره يوځای شوي او ورباندې اشرفي ګل کښل شوي دي چې د نيکمرغۍ معنا لري ٠
|