د نو په نامه اوپرا
د نو په نامه اوپرا په چين کې ډير لرغوني تاريخ لري ، ﻻد ميلاد نه د مخه د ١٦٠٠ کال نه تر ١٠٤٦ کاله پوري خلکوبه د شيطانانو او بلاوو د ليري کولو دپاره هرکال د نو په
نامه ننداره ښودله ، په هغه وخت کې نوموړي ننداره يوازي د دعاکولو دپاره يو ډول مراسم ؤ ٠د کلونو کلونو په تيريدو سره د نو په نامه ننداره ورو ورو په اوپرا بدله
شوې ده ، لوبغاړي د ننداره کولو په بهير کې پر خپل مخ باندې يو لرګين ماسک کوي او د ماسکونو څيرې يې شيطان ، ښاپيريو او رب النوع ته ورته دي ، لوبغاړي د نندارې د ښودلو په وخت کې هم سندرې وايي او هم نڅاکوي ٠
اوس د چين په جنوب لوبديځ کې د ګوي جو ولايت په شمال ختيځو سيمو کې د نو په نامه د نندارو زيات کلتوري اثار هم خوندي ساتل شوي دي او په زياتو ځايونو کې د نو په نامه اوپرا هم ښودل کيږي ٠
|