د دي په نامه اوپرا
د دي په نامه اوپرا اوس د چين په جنوب لويديځ کې د ګوي جو د ولايت په زياتو ځايونو کې ښودل کيږي ٠په تيره بيا د ان شون په سيمه کې نوموړي اوپرا ډيرننداره چيان لري ، د هرکال د چين د عنعنوي پسرلي اختر په ورځو کې د ان شون په کليوالي سيمو کې د دي په نامه اوپرا ليدل کيږي ، په نوموړي اوپرا کې اکثرأ د جګړو منظرې ليدل کيږي ، او په اوپرا کې لوبغاړي هم د جنرالانو په څير ننداره کوي ٠ لوبغاړي پر مخ باندې د لرګيو څخه جوړشوي راز راز ماسکونه کوي چې د بيلابيلو شخصيتونو نمايندګي کوي ٠ نوموړي ماسکونه په ډير دقت سره حکاکي شوي اوپه ډول ډول رنګونو رنګ شوي دي ٠
نوموړي دوه تصويرونه د چين د پخواني امپراطوري په سلسله کې د جنرالانو د څيرو په شکل حکاکي شوي ماسکونه دي ، له نوموړو دوو ماسکونو څخه د جنرالانو توريالیتوب او زړه ورتيا څرګنديږي ٠
|