- کتل
- زده کول
- تمرين کول
-
ته هره ورځ په څو بجو کار ته ځی؟ ته هره ورځ په څو بجو کار پای ته رسوی؟ که زه له دوی څخه د کار د وخت په هکله پوښتنه وکړم، په چينی ژبه دغه جمله څنګه ويل کيږی چې ته هره ورځ په څو بجوکار پيل وکړی؟ ته په چينی ژبه داسی پوښتنه کولای شی، 你. 你每天几点上班 د تا يا ته معنی لري چې مونږ څو ځله دا کلمه ياده کړې ده. 每天 يعنی هره ورځ ده. 几 څو يا کوم معنی لري. 点 اصلأ په چينی ژبه کی د پښتو د ټکي معنی لری. 几点 اصلأ د پښتو د کوم ټکي معنی لری، خو دلته د وخت څرګندولو په وخت کی د څو بجو معنی لري. 上班يعنی په کار پيل کول يا کار ته تلل. 下班 د کار پای ته رسولو معنی لری.
-
ته هره ورځ په څو بجو کار پيل کوی؟
-
د سهار په نهو بجو.
-
ته هره ورځ په څو بجو کارپای ته رسوی؟
-
له غرمې وروسته په پنځو بجو.