لوست 10 د کارونو په هکله خبرې

 له سي ار اې سره مرکه
 
  • ته هره ورځ په څو بجو کار ته ځی؟ ته هره ورځ په څو بجو کار پای ته رسوی؟ که زه له دوی څخه د کار د وخت په هکله پوښتنه وکړم، په چينی ژبه دغه جمله څنګه ويل کيږی چې ته هره ورځ په څو بجوکار پيل وکړی؟ ته په چينی ژبه داسی پوښتنه کولای شی، 你. 你每天几点上班 د تا يا ته معنی لري چې مونږ څو ځله دا کلمه ياده کړې ده. 每天 يعنی هره ورځ ده. 几 څو يا کوم معنی لري. 点 اصلأ په چينی ژبه کی د پښتو د ټکي معنی لری. 几点 اصلأ د پښتو د کوم ټکي معنی لری، خو دلته د وخت څرګندولو په وخت کی د څو بجو معنی لري. 上班يعنی په کار پيل کول يا کار ته تلل. 下班 د کار پای ته رسولو معنی لری.
  • تا پخوا څه کار کاوه؟ خو ښايي تاسی د يو بل چا په هکله د خبرو په ترڅ کې له هغه څخه پوښتنه وکړی چې تا پخوا څه کار کاوه؟ ته ويلای شی چې 你以前做过什么工作. تا پخوا څه کار کاوه؟ 你 يعنی ته. 以前د پخوا معنی لري. 过 اصلی معنی تيريدل دی، په چينی ژبه کې که له يو فعل وروسته 过 راځی، نو د هغه فعل ماضی حالت څرګندوي. 做 يعنی کول. 做过 يعنی وکړ يا کړی دی. 什么 د څه معنی ده. 工作 يعنی کار يا کار کول.
  • څومره وخت کېږی چې ته دلته کار کوی؟ 你 يعنی ته چې دا کلمه زما زده ده. 以前 يعنی پخوا. 做过 د وکړ او کړی دی معنی لری. 什么 يعنی څه. 工作 د کار يا کار کولو معنی لری.