لوست 10 د کارونو په هکله خبرې

 له سي ار اې سره مرکه
 

د لويديځ وګړي معاش د يوې پټې او شخصی خبرې په توګه بولی. خود چينائيانو ترمنځ د خپلو عايداتو په هکله خبرو کې کومه ستونزه نه شته. لامل يې دا دی چې پخوا د چينائيانو د عايداتو ترمنځ زيات نه و. نو تر اوسه ځينی چينائيان کله نا کله له خپلو دوستانو او ملګرو سره د عايداتو په هکله خبرې کوي او په تيره بيا هغه ښه دوستان چې د اوږدې مودې لپاره له جلا کيدو وروسته سره راغونډيږی، دغه مسئله هم يادوی. حتی له دې وروستنی مودې راهيسی د چين ځينی ځوانان پرانترنټ پر خپلوعايداتو رڼا اچوی، دوی خپل بنسټيز معاش، امدادی معاش او جايزه اعلانوی ترڅو نور هېوادوال د بېلا بېلو څانګو د کارکوونکو د عايداتو په هکله معلومات ترلاسه کړي.