په چين کې نه يوازی په پسرلي اختر، جشنونو او رخصتيو بلکې په عادي وختونو کې هم خپلوان او دوستان هميشه په راستورانت کې سره يو ځای ډوډی خوری او د يو ګرد ميز په شاو خوا کې کېني او له ډول ډول خوړو څخه خوند اخلي. د دود له مخې کوربه هميشه د ميلمنو په کاسو کې خوراکونه اچوي او پخوا يې هميشه په خپلو لرګيو د ميلمنو په کاسو کې خوراکونه واچول، خو اوس په عامو لرګيو. په چين کې غذايي تشريفات د ځينو هېوادونو له عادتونو سره ډېر توپير لري. په لويديځو هېوادونو کې لومړی ښوروا او بيا ډوډی خوړل کېږي او د هر تن لپاره ټاکلی خواړه تياريږي ، خو د چيني غذايي عادت له مخې لومړی سبزيجات او غوښې او ورپسې ډوډۍ يا وريجي خوړل کېږي او په پاي کې به ښوروا وڅښل او ميوې خوړل کېږي.