CRI Online
د چين موسسی

د چين ولسی سياسی مشورتی کنفرانس

د چين ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د چين د خلکو د وطن پالونکی او واحدې جبهی موسسه ده اود چين د کمونست ګوند په مشرۍ دڅوګونديزی

همکاری او سياسی مشورو يو مهم ارګان هم دی او د چين په سياسی ژوندانه کی له سوسياليستی ديموکراسۍ نه داستفادی مهمه لاره ګڼله کيږی .يووالی او ديموکراسي د چين د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس دوه لوی اصلی موضوعات بلل کيږی .

د چين د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس ملی کميټه د چين دکمونست ګوند ، ټولوديموکراتيکو ګوندونو او ډلو ،غير ګوندی شخصيتونو ، ولسی سازمانونو ، بيلا بيلوملي اقليتونو او مختلفوټولنو له استازيو ، د هانکانګ او مکاو د خاصو اداری سيمو او تايوان د وطنوالو او له خارج نه د بيرته راغلو چينايی اوسيدونکو له استازيو او نورو ځانګړو بلنه ورکړ شويو اشخاصو څخه جوړيږی .د ملی کميټې د هری دورې د ماموريت موده کاله ده .

سياسی مشورې ، ديموکراتيک نظارت او په سياسی او دولتی چارو کی برخه اخيستنه د چين د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د ملی کميټې او محلی کميټو عمده دندې ګڼلی کيږی .

د سياسی مشورو په باب مطالب دا دي چه د نوموړو کميټو غړی د دولت اومحلاتو په اړه دستروسياستونو او پاليسيو د جوړيدو او په سياسی ، اقتصادی . فرهنګی او ټولنيز ژوندانه کی د مهمو تصميمونو د نيول کيدو په وړاندی او د اړوندو تصميمونو د عملی کيدو په بهير کی د راپيدا کيدونکو مهمو پرابلمونو په هکله سره مشوره کوی . ملی کميټه او محلی کميټې د واکمن کمونست ګوند ،د ولسی کانګرسونو د دايمی کميټو،ولسی حکومتونو،ديموکراتيکوګوندونواوډلو او ولسی سازمانونو د تجويزونو او پيشنهادونوسره سم د بيلا بيلو ګوندونو او ولسی سازمانونو د مسئولينو او د مختلفوقومونو او محافلو د شخصيتونود استازيو په ګډون غونډی جوړولای شی ، دغه راز داړوندو موضوعاتو دڅيړنی په نسبت پورتنيو څانګو او يونټونو ته خپل پيشنهادونه هم وړاندی کولای شی .

د ديموکراتيک نظارت په اصطلاح د هيواد د اساسی قانون ، نورو قوانينو او قاعدو تطبيق تر نظارت لاندی دی ، د پيشنهادونو او انتقاداتو د وړاندی کولو په وسيله د هيواد د سترو سياستونو او پاليسيو تطبيق ، د دولتی ارګانونواو د هغو د کارکوونکو کارونه تر نظارت او څارنی لاندی راځی .

په دولتی او حکومتی چارو کی د ملی کميټې او محلی کميټو دغړو برخه اخيستنه په لاندنيو وسيلو سر ته رسيږی چه نوموړی غړې په سياسی ،اقتصادی ،فرهنګی او اجتماعی ژوندانه کی د مهمو موضوع ګانو او د وګړو د ګډې علاقی او پاملرنی وړ مسئلو په باره کی په پلټنو او څيړنو لاس پوری کوی او حکومت ته د خلکو حالات او نظريات څرګندوی او په دی اساس د تحقيقاتی رپوټونو، تجويزنامو او پيشنهادنامو له لاری يا په نورو شکلونو سره واکمن کمونست ګوند او دولتی ارګانونو ته خپلې نظريی او پيشنهادونه وړاندی کوی .

د ١٩٤٩م کال د سپټمبر په مياشت کی دچين د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د ټولوغړو لومړنی غونډی د ملی ولسی کانګرس پر ځای دا دنده ترسره کړه چه د ټولو هيوادوالو د ارادو په استازيتوب يی د چين د ولسی جمهوريت د جوړيدو اعلان وکړ او خپل مهم تاريخی رول يی ولوباوه . د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس دغه دنده په ١٩٥٤ کال کی د چين د لومړنی ملی ولسی کانګرس په جوړيدو سره پای ته ورسيده ، مګر نوموړی کنفرانس په چين کی د ډيری پراخی وطن دوستی متحدی جبهی د موسسی په توګه لا هم ساتل شوی دی او د هيواد د سياسی او اجتماعی ژوند او له خارجی هيوادونو او سيمو سره د دوستانه تګ راتګ په فعاليتونو کی يی ډير زيات ګټور کارونه کړی او ستر خدمتونه يی سرته رسولی او رسوی يی . د ٢٠٠٤کال د مارچ تر مياشتی پوری د چين د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس ملی کميټې د نړۍ د ١٠١ هيوادونو له ١٧٠ اړوندو ارګانونو او ٨ نړيوالو او سيمه ايزو موسسو سره اړيکی ټينګی کړی او ورسره يی په دوستانه توګه راکړې ورکړې کړی دی .


1 2 3 4 5 6