CRI Online
د چين موسسی

ولسی محکمی

ولسی محکمی د هيواد د محاکمی ارګان دی . دچين په هيوادکی لومړنی عالی ولسی محکمه او په مختلفو ولايتونو ،خودمختارو سيمو او د مرکزی حکومت تر مستقيمی اداری لاندی په لويو ښارونو کی لوړې ولسی محکمې شته . له پورتنيو محکمو نه پرته ، منځنی ولسی محکمی او د اساسی يونټونو ولسی محکمی هم موجودې دي .دچين د محاکمی د عالی ارګان په توګه لومړنی عالی ولسی محکمه په خپلواک ډول د محاکمی حق اجرا کوی او د محلاتو د بيلا بيلو درجو د ولسی محکمو او اختصاصی ولسی محکمو د محاکمی د کارونو د نظارت لپاره ډير لوړ ارګان هم دی . لومړنی عالی ولسی محکمه ملی ولسی کانګرس او د هغه دايمی کميټې ته مسئول دی او د خپل کار په باب رپوټ ورته وړاندی کوی . د لومړنی عالی ولسی محکمی د رييس او مرستيالانو ، دغه راز د لومړنی عالی ولسی محکمی د محاکمی د کميټی د غړو تقرر ټول د ملی ولسی کانګرس لخوا فيصله کيږی .

د لومړنی عالی ولسی محکمی مسئوليت او دندې دادی _ لومړی هغې دوسيې تر محاکمی لاندی نيول کيږی کوم چه د محلی محکمو لخوا اعلان شوی نتيجې نه منل کيږی او د لومړنی عالی ولسی څارنوالی د رياست لخوا د محاکمی د نظارت د پروګرام له مخی وړاندی کيږی . دوهم د اعدام د محاکمی منظوريږی . دريم د بيلابيلو درجو د ولسی محکمو لخوا د اعلان شوی محاکمی يا قضاوت د سهوو په مقابل کی لومړنی عالی ولسی محکمه حق لری چه اړونده دوسيه تر خپلی محاکمې لاندی ونيسی يا د لاندنی درجی محلی محکمی ته حکم ورکړی چه تربيا محاکمی لاندی ونيول شی . څلورم د هغو جرمونو د چوکاټ د ټاکلواومنظورولو حق لری کوم چه د جزايی قانون د مادو په جمله کی په واضيحه توګه نه دی ليکل شوی . پنځم د دوسيود محاکمه کولو په بهير کی د اړوندو قوانينو د مشخص استعمال او داسی نورو موضوعګانو په باب توضيحات ورکول کيږی .

دچين د لومړنی عالی ولسی محکمی اوسنی رييس سياو يانګ دی .


1 2 3 4 5 6