مرکزي نظامی کميټه
د چين د کمونست ګوند مرکزی نظامی کميټه د واکمن کمونست ګوند تر لارښوونی لاندی عالی نظامی لارښوونکی ارګان دی او د رييس ، مرستيالانو او نورو غړو څخه عبارته ده . دغه کميټه د چين د کمونست ګوند د مرکزی کميټې لخوا ټاکل کيږی اود هيواد وسله والی قواوی د رييس په مشرۍ د کميټې تر مستقيمی قوماندانۍ لاندی راولی .
د چين د ولسی جمهوريت مرکزی نظامی کميسيون د دولت نظامی لارښوونکی ارګان دی او د ملی وسله والو قواؤ قوماندانی کوی . په دی کميسيون کی رييس ، مرستيالان او غړی شامل دي . رييس يی د ملی ولسی کانګرس لخوا د رای ګيرۍ لاری ټاکل کيږی اوملی ولسی کانګرس او د هغه دايمی کميټی ته مسئول او مکلف دی .د مرکزی نظامی کميسيون د هری دورې د ماموريت موده پنځه کاله ده ،خو د دورو شمير يی نه ټاکل کيږی .
د چين وسله والی قواوې د چين د ولسی ازادی بخښوونکی اردو ، د چين دولسی وسله والو پوليسو د يونټ او مليشاؤ څخه عبارتی دي .ولسی ازادی بخښوونکی اردو د هيواد په دايمی وسله والې قوې پوری اړه لری ، د وسله والو پوليسو يونټ د هيواد د امنيت او ټولنيز نظم د ساتلو دنده په غاړه لری او مليشاوی يوه داسی وسله واله قوه بلله کيږی چه په توليدی فعاليتونو کی برخه لری .
دچين د کمونست ګوند د مرکزی نظامی کميټې او د چين د ولسی جمهوريت د مرکزی نظامی کميسيون اوسنی رييس شي جين پينګ دی .
|