CRI Online
د چين موسسی

د ولسی څارنوالی رياستونه

د ولسی څانوالی رياست د هيواد د قانونی نظارت ارګان دی او د څارنوونکی حق د اجرأکولوله لاری خپلی دندې ترسره کوی . نوموړی رياست له وطن سره د خيانت او د هيواد د تجزيی په شمول مهمی او سختی قضيی تر څارنی لاندی نيسی . د عامه امنيتی ارګانونو په لاس کی نيول شوی دوسيی د څارنی او پيژندنی پراساس د اړوندو مظنونو مجرمينو د نيولو يا نه نيولو، اتهام يا نه اتهام په هکله فيصله کوی . د جزايی قضيو په مقابل کی قانونی تعقيب وړاندی کوی او د قانونی تعقيب ملاتړ کوی . د عامه امنيتی ارګانونو، ولسی محکمو ، زندانونو او د هغو مجرمينو د بندولو د ځايونو او د جسمی کار په وسيله د مجرمينو د اصلاح کولو د ارګانونو فعاليتونه ترڅارنی او نظارت لاندی نيسی کوم چه د عدليی تر تحقيقاتو لاندی دی او محکوم نه دی شوی .

د ولسی محکمو په شان د ولسی څارنوالی رياست د اړوندو قوانينو سره سم په خپلواک ډول خپل واک عملی کوی او د اداری ارګانونو ،ټولنيزو ډلو او اشخاصو له مداخلو نه پرته . د قوانينو په وړاندی هر تبعه ته په مساوی سترګه ګوری . په چين کی دلومړنی عالی ولسی څارنوالی رياست ،د محلاتود بيلا بيلو درجو د ولسی څارنوالی رياستونه او د نظامی څارنوالی رياست جوړشوی دی . دلومړنی عالی ولسی څارنوالی رياست د هيواد په استازيتوب په خپلواک ډول څارنوونکی واک اجراکوی او دنده يی په مستيقم ډول د ملی ولسی کانګرس دايمی کميټې ته مسئول دی او عمده دنده يی دا ده چه د پورتنيو ټولو رياستونو په مشرۍ او لارښوونه د قوانينو لمخی د قانونی نظارت رول لوبوی ترڅو دهيواد د قوانينو يووالی او اتفاق او سم تحقق تامين کړی شی .

ښاغلی جيا څوان وانګ د چين د عالی ولسی څارنوالی اوسنی رييس دی .


1 2 3 4 5 6