CRI Online
د قومونو په باب معلومات

د چين د قومونو په باب معلومات

چين يو داسی واحد هيواد دی چه شپږ پنځوس قومونه او يو مليارډ دری سوه مليونه نفوس لری ، د نفوسو شمير يی په نړۍ کښی تر ټولو زيات دی٠

د چين د قومونو نومونه په دی ډول دی : هان ، منګوليا، خوی، تبت ، ويغور، مياو، يی، جوانګ، بويی، کوريا، مان ، دونګ، ياو، بای، توجيا، هانی، قزاق ، دای، لی، ليسو، وا، شه، ګاوشان، لاهو، شۍ، دونګ سيانګ، ناسی، جينګ پو، قرغز، تو، داور، مولاو، چيانګ ، بلانګ، سالار، ماو نان، ګه لاو، سيبه، اچيانګ ، پومی، تاجيک، نو، ازبک ، روسيه، عوينکی، ده عانګ، باو ان، يوګور، جينګ، تاتار، دولونګ، اوروچن، هه جه، موينبا، لهوبا او جينوه٠

په چين کښی د هان قوم نفوس د ټولو نفوسو په سلو کښی څه نا څه دوه نوی برخه نيسی او د نورو قومونو هيوادوال يوازی په سلو کښی اته برخه تشکيلوی٠ څرنګه چه د هان قوم نه غير د نورو پنځه پنځوسو قومونو د وګړو شمير کم دی، نو د چين د عادت له مخی دوی ٌ ملی اقليتونه ٌ ګڼل کيږی٠ دغه ملی اقليتونه عمومأ د چين د شمال لويديځ، جنوب لويديځ او شمال ختيځ په سيمو کښی ژوند کوی٠

د تاريخ د انکشاف په ډيره اوږده موده کښی د چين بيلا بيل ملی اقليتونه د ټول هيواد په لحاظ عمومأ د هان له قوم سره په ګډوډه توګه اوسيږی، خو د هيواد په ځينو سيمو کښی په جلا جلا توګه د يوه کوم قوم ګڼ شمير خلک ژوند کوی٠ د پنځه پنځوسو ملی اقليتونو څخه د خوۍ او مان دوه قومونه د هان قوم ژبه وايی او نور بيلا بيل قومونه په جلا جلا توګه خپله قومی ژبه لری ٠ له اوږدې مودې راهيسی ، د چين شپږ پنځوس قومونه د خپل هيواد په نهه مليونو شپږ لکو مربعه کيلومترو خاورو کښی په ګډه سره کار او ژوند کوی او په مشترکه توګه يی د چين لرغونی تاريخ او روښانه کلتور رامنځ ته کړيدی ٠


1 2 3 4 5