CRI Online
د قومونو په باب معلومات

د ملی اقليتونو کادرونو روزنه

 

د چين حکومت د ملی اقليتونو د کادرونو روزنې ته ستر اهميت ورکوی٠ د ملی اقليتونو د کادرونو شمير ګام په ګام زيات شوی او زيات شمير داسی کادرونه د ولسوالۍ يا د لا لوړو درجو د لارښوونکو مقاماتود مشرانو په حيث مقرر شويدی٠ اوس د چين د پنځو خودمختارو سيمو رئيسان، د ديرشو خودمختارو لويو ولسواليو او د ١١٩ خودمختارو ولسواليو رئيسان ټول د مربوطو ملی اقليتونو کادرونه دی ٠

د چين د بيلا بيلو قومونو خلک په پراخه توګه د دولت د سياسی او ټولنيزو چارو په اداره کښی ګډون کوی، د چين د بيلا بيلو درجو په ولسی کانګرسونو او د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د بيلا بيلو درجو په کميټو کښی د ټولو ٥٦ قومونو نماينده ګان او غړي شته چه پکښی د ملی اقليتونو د نماينده ګانو او غړو تناسب په سلو کښی له لسو څخه اړول کيږی ٠

 


1 2 3 4 5